لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنجوعه:امریکا سره افغانستان کې دسولې په عمل صلاح شوي یو


امریکا اؤ پاکستان دافغان اولسمشر اشرف غني لخوا طالبانو ته دسولې دشوي وړاندیز هرکلی کړی اؤ ټینګار یې کړی چې دسولې دغه عمل بايد په ښه ډول پرمخ یوړل شي.

دامریکا په دوه ورځني سفر تللې دپاکستان دبهرنیو چارو سکترې تهمینه جنجوعه په واشنګټن کې دانګریزۍ ژبې ورځپاڼې ډان ته ویلي چې امریکایي چارواکو سره یې لیدنې ګټورې وې اؤ امریکا پاکستان سره د اړیکو د پیاوړتیا هیله هم ښودلې ده.

په دې وروستیو کې افغانستان کې دترهګرۍ د روان بهیر په سر دپاکستان اؤ امریکا اړیکې زیاتې تاوژنې شوي اؤ واشنګټن په اسلام اباد تورونه لګوي چې پخپله خاوره یې هاغه ترهګر ساتلي چې افغانستان کې بریدونه کوي.

دپاکستان خارجه سکترې ویلي” امریکایي چارواکو سره مو لیدنو کې هغوئ دخپلو اندیښنو نه خبر کړل اؤ هغوئ راته خپلې اندیښنې مخې ته کیښودلې خو ددواړو لوریو خوښي په دې کې وه چې اړیکې مو باید پیاوړې اؤ ګټورې وي”

هغې وویل “اوس مونږ ته داکتل دي چې پر وړاندې څنګه لاړشو؟ باور لرو چې دا لیدنې به دمشورو دلړۍ بیرته پرځایې کیدو کې مرسته وکړي”

هغې وویل امریکایان اوس دپاکستان په ارزښت پوهه شوي دي اؤ پخپلو خبرو کې یې دا واضحه کړې هم ده.

تهمینه جنجوعه وویل داخبره سمه نه ده چې ګنې هغې دامریکا دفشار له امله واشنګټن ته سفر کړی .

دافغان اولسمشر اشرف غني لخوا دوه اوونۍ وړاندې طالبانو ته دسولې د شوي وړاندیز راپدیخوا امریکايي چارواکو ویلي پاکستان سره یې خپل تماسونه غڅولي ترڅو په طالبانو فشار راوړل شي چې افغان دولت سره خبرو ته کښیني.

خو تهمینه جنجوعه تیره ورځ پخپلو خبرو کې ویلي وؤ چې پاکستان اوس په طالبانو اثر نه لري.

افغان چارواکي تور لګوي چې دپاکستان پوځ اؤ استخباراتي شبکو طالبان پخپل لاس کې نیولي اؤ افغانستان کې پرې جګړو ته دوام ورکوي خو پاکستان دغه تورونه ردوي اؤ وایي افغانستان کې روانه ناقراري دافغان دولت دخپلو کمزوریو نتیجه ده

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG