لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په نواز شريف د بوټ ګوزار شوی


نوازشريف
نوازشريف

د پاکستان مسلم ليګ ن په مشر او پخواني وزيراعظم نواز شريف باندې په لاهور کې د يوې دستورې په مهال د بوټ ګوزارشوی دی. پرون د مسلم ليګ ن د حکومت د خارجه وزير خواجه اصف په مخ باندې سياهي نوستل شوې وه.

په نواز شريف د لاهور په جامعه نعيميه کې هغه وخت يو تن د بوټ ګوزار وکړو چې کله هغه د خبرو لپاره سټيج ته وينا له راغلو.

نواز شريف د پېښې وروستو خپل تقرير جاري وساتو او د بوټ ګوزار کوونکی د امنيتي ادارو سرتيرو نيولی دی.

د نيول شوي تن پېژندګلو لا نه ده څرګند کړی شوې.

په ټولنيزو رسنيو دغې ګام ته سخت غبرګون ښودل شوی او دا يي د پاکستان په سياست کې د بې زغمۍ علامت بللی دی.

د سیاسي ګوندونو لخوا په نوازشریف د بوټ د ګوزار غندنه شوې ده،

د پاکستان پيپلزګوند شېري رحمان په ټويټر ليکلي،

"دا د غندنې وړ عمل دی، د سياهۍ نوستل او بوټ ګوزار سياست بې قدره کوي او اخلاقي اقدار کموي".

پاکستان تحريک انصاف، عوامي نیشنل ګوند او د نوروسياسي خلکو ترڅنګ د مدني ټولنې فعالانو او خبريالانو هم په نوازشريف د بوټ دګوزار غندنه کړې ده.

پرون د خالي په ورځ د خارجه وزير خواجه اصف د خپل ګوند مسلم ليګ ن يوې دستورې ته د وېنا په مهال يو تن د هغه په مخ سیاهي نوستې وه.

په اصف سياهي ویشتونکی نيول شوی او د ګوند غړو یې پوليس ته سپارلی خو اصف ويلي هغه سياهي نوستونکی تن معاف کوي هغه ويلي "دغې تن به چا پېسې ورکړې وي او سیاهۍ ويشتو ته به یې رالېږلی وي او زما دچا سره دښمني نشته".

له دې وړاندې د مسلم ليګ ن د حکومت د کورنيو چارو وزير احسن اقبال باندې هم د بوټ ګوزار شوی ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG