لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې په لومړي ځل یوه ښځه د سي ای اې استخباراتي ادارې مشره وټاکله


د امریکې ولسمشر ډانلډ ټرمپ په خپل یوه ټویټ کې اعلان کړی، چې مېرمن جینا هاسپل به یې د هېواد د استخباراتو د مرکزي ادارې سي ای اې مشره وي. د نهې- سه شنبې په ورځ کېلیفورنیا ایالت ته تر تګ مخکې ولسمشر ټرمپ له سپینه ماڼۍ دباندې رسنیو ته وویل:

"هغه [هاسپل] یوه ډېره تکړه مېرمن ده، چې زه یې ډېره ښه پېژنم"

مېرمن هاسپل له تېرو دېرشو کلونو راهیسې له سي ای اې سره کار کوي یوه ډېره تجربه کاره ښځه ګڼل کېږي، چې تر دې وړاندې د سي آی اې د مشر مرستیاله وه او لومړنۍ ښځه ده چې د امریکا د استخباراتو د ادارې مشره ټاکل کېږي.

مېرمن هاسپل تر دې وړاندې په ځینو ځایونو لکه لندن کې د سي آی اې د دفتر مشري او د پټو خدمتونو په برخه کې هم کار کړی دی. هغه ډېره خوشاله ده چې د سي آی اې د مشرې په توګه ټاکل شوې ده:

"زه د ولسمشر ټرمپ مننه کوم چې ماته یې دا موقع راکړه او ځان عاجزه ګڼم چې پر ما یې باور وکړ. که زما ټاکنه تایید شي، زه به د ولسمشر ټرمپ له تمې سره سم د هغه بېساری استخباراتي ملاتړ وکړم"

ولسمشر ټرمپ د نهې- سه شنبې په ورځ د امریکې د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن له خپلې دندې ګوښه کړ او پر ځای یې مایک پامپیو وټاکه، چې مخکې د سي آی اې مشر وو او مېرمن جینا هاسپل ته په ترقي ورکولو سره یې هغه د خپل هېواد د استخباراتو مشره وټاکله.

د مېرمن جینا هاسپل ټاکنې په امریکه کې د خلکو توجه ور اړولې ده، چې په استخباراتي کړیو کې یې ستاینه کېږي، خو د پارلمان غړیو او نورو کسانو- چې د هغې تګلاره یې ځوروونکې ګڼلې او په اړه یې پوښتنې را پورته کړي- ورباندې بدګوماني څرګنده کړې ده.

مایک پامپیو چې کله مېرمن هاسپل د سي آی اې د مشرۍ په وخت د خپلې مرستیالې په توګه ټاکله، نو هغه یې تر حد ستایلې وه:

"جینا یوه مثالي استخباراتي افسره ده او د دې تر څنګ هغه د کارونو په تر سره کولو او د خپلو همکارانو په اغېزمنولو کې د پټو وړتیاوو لرونکې رهبره هم ده"

د امریکې د حکومت چارواکو او د دې هېواد د ملي استخباراتي ادارې مشرانو هم د مېرمن هاسپل ټاکنه یو غوره اقدام بللی او هیله یې څرګنده کړې، چې هغه به تر پخواني مشر مایک پامپیو هم د استخباراتو په برخه کې مسلکي کارونه وکړي.

خو ځینو بیا د ولسمشر ټرمپ له خوا د مېرمن هاسپل پر ټاکنه نیوکې کړې دي او په تایلېنډ کې یې د هغې د وخت د سي آی اې زندان یاد کړی، چې وایي مشکوک ترهګر یې پکې ساتلي او پوښتنې ګروېږنې یې ځنې کړې وې.

د امریکې د سېنټ د وسلوالو خدمتونو د کمېټۍ مشر جان مکین- چې د ریپلکن ګوند غړی او په خپله هم د ویتنام په جګړه کې بندي پاتې شوی- د نهې- سه شنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل:

"په تېره لسیزه کې د امریکې تر څارنه لاندې بندیانو ځورونه د امریکې د تاریخ یو تر ټولو تور څپرکی دی. مېرمن هاسپل باید د سي ای اې د پوښتنو ګروېږنو په پروګرام کې د خپل شراکت سپیناوی وکړي"

د ترهګرۍ په ضد جګړه کې د مېرمن هاسپل پر کلک دریځ هم پوښتنې را پورته شوې دي، چې آیا هغه به په سیمه کې د سي آی اې مشن ته د پخوا غوندې دوام ورکړي که به بدلون پکې راولي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG