لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان اؤ روس دداعش په پراختیا اندیښنې ښودلي


دپاکستان اؤ روس د ترهګرۍ دمخنیوي د ګډې ډله اوومه غونډه د شورو په ورځ اسلام اباد کې شوې چې پکې دترهګرې ډلې داعش په پراخه کیدونکو فعالیتونو اندیښنې ښودل شوي دي.

له غونډې وروسته دپاکستان د خارجه وزارت لخوا مطبوعاتو ته دجاري شوي بیان له مخې دپاکستان اؤ روس چارواکو ویلي چې عراق اؤ سوریه کې دداعش په ضد ډاګیز بریالیتوبونه ترلاسه شوي خو دکومو هیوادونو څخه چې ترهګر دغلته جګړو له تللي وؤ ددغو ترهګر بیرته خپلو هیوادونو ته له ستنیدو وروسته د سیمې امن ته ګواښونه سیوا شوي دي.

د دواړو هیوادونو چارواکو ویلي د سیمې هیوادونو دپاره اړینه ده چې ددغو ګواښونو څخه ځان ژغورنې دپاره دیو بل مټې پیاوړې کړي اؤ یو بل سره کلکه همکاري وکړي.

اسلام اباد کې شوؤ دغو خبرو اترو کې دپاکستاني هئیت مشري د خارجه وزارت د ترهګرۍ دمخنیوي دڅانګې مشر احمد فاروق اؤ د روس دهئیت مشري د روسیې دخارجه وزارت د نوؤ کشالو دڅانګې څانګې مشر عیلی روګئیوچ کړې ده.

په دغه غونډه کې د دوه اړخیړه اړیکو ترڅنګ په سیمه اؤ نړیوال کچ د ترهګرۍ مخنیوي کې د روس اؤ پاکستان په هڅو خبرې اترې هم شوي دي.

بیان وایي دواړو خواؤ په دې خبره اتفاق کړی چې ترهګري یو نړیوال چیلنج دی اؤ ددې له مینځه وړلو دپاره په نړیوال کچ د کوټلې همکارۍ ضرورت دی.

ټاکل شوې ده د دواړو هیوادونو ترمینځ د ترهګرۍ دمخنیوي د ګډې ډلې راتلونکې غونډه به راتلونکي کال کې په مسکو کې کیږي.
په دې وروستیو کې چې دپاکستان اؤ امریکا اړیکې دتاؤ تریخوالي ښکار شوي پاکستان ځان روسیې ته نزدې کړی دی اؤ په نزدې وختونو کې د دواړو هیوادونو چارواکو یو شمیر غونډې کړي چې پکې دداعش دمخنیوي په شمول په ګڼو معاملو خبرې اترې شوي دي.

روانه میاشت دپاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه محمد اصف پارلیمان ته پخپله وینا کې ویلي وؤ چې داعش په بشپړ ډول ختم شوی نه دی بلکې عراق اؤ سوریه کې له ماتې خوړلو نه وروسته یې خپله ټیکانه بدله کړې ده اؤ اوس په افغانستان کې خپلې پښې مضبوطوي.

تر دې مهاله امریکایي ځواکونو دداعش ګڼ شمیر مهم کمانډران اؤ وسله وال دافغانستان دننه خپلو هوایي بریدونو کې وژلي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG