لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستانۍ روپۍ د ډالر په وړاندې بیا ښویېدلې ده


د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې نن یو ځل بیا د روپۍ ارزښت کم شوی او یو امریکایي ډالر په عام بازار کې په ۱۱۶ روپۍ بدل شوی.

په تېره یوه میاشت کې د ډالر بیه له نیژدې ۱۱۰ روپیو ۱۱۶ ته ښویېدلې ده.

په پاکستان کې دا وخت په پرانیستي بازار کې د ډالر بیه ۱۱۶ روپۍ اتیا پیسو ته رسېدلې او په مرکزي بېنک کې په ۱۱۶ روپۍ شپېته پیسو خرڅېږي.

اقتصادپوهان وایي د روپۍ د پرله پسې را لوېدو سبب دا دی، چې د پاکستان د زرمبادله زېرمه کمه شوې ده او د دې هېواد د بهرني تجارت یا کرنټ اکاونټ خساره مخ په زیاتېدو ده.

د پاکستان د اقتصادي چارو کارپوه مهتاب حیدر وي.او.اې ډیوه ته وویل، پاکستان نه شي کولای نورې نړۍ ته خپل زیات مصنوعات ولېږي:

"کله چې هم د هېواد د کرنټ اکاونټ خساره زیاته شي او زیاتوالی یې را کم نه شي او له دې سره د بهرنۍ زرمبادله زېرمه کمه شي نو ښکاره خبره ده چې د روپۍ ارزښت به کمېږي".

له ۲۰۱۷م کال راهیسې د حکومتي زرمبادله زېرمه ۴۵ فیصده را کمه شوې، چې له کبله یې د پاکستاني مصنوعاتو بهر ته لېږل هم کم شوي، په نتیجه کې یې د ډالر بیه زیاته شوې ده، چې د اقتصادپوهانو په وینا که همدا فاصله دوام ولري د روپۍ ارزښت به نور هم کم شي.

د بهرنيو کرنسیو د تبادلې سوداګر وایي چې په ورځني بازار کې له روپۍ سره د مرکزي بېنک د ملاتړ بایللو له امله د روپۍ ارزښت لاندې راغلی. اقتصادپوه مهتاب حیدر وایي:

"سټېټ بېنک ځکه په پرانیستي بازار کې لاسوهنه نه کوي چې مالي زېرمه (ذخیره) ورسره نه شته، بېنک هغه وخت مداخله کولای شي چې زېرمه ولري".

رپوټونه وایي په پاکستان کې د بهرني تجارت خساره تر لس اربه ډالره هم اوښتې ده او دا وخت په هېواد کې دننه د بهرنۍ زرمبادله زېرمه یوولس اربه اته کروړه ډالرو ته را کوزه شوې ده، چې د اقتصادپوه مهتاب حیدر په وینا دا به ګراني زیاته کړي:

"دا به پاکستان ته د بهرنیو مصنوعاتو د را لېږدولو (درآمداتو) خرڅ هم زیات کړي او نتیجه به یې دا وي چې ګراني به زیاته شي، ځکه چې په نړیوال بازار کې هر څه د ډالرو په بیه اخیستل کېږي".

د پاکستان د سرکاري شمېر له مخې حکومت به د روان کال تر دسمبر میاشتې پورې بهرنیو هېوادونو خصوصاً ای ایم ایف (د پیسو نړیوال صندوق) ته ۶.۱۳ اربه ډالره پور ورکوي او چین ته به ۵ اربه اویا کروړه ډالره پور ورکوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG