د پښتو پیغله سندرغاړې عظمی سواتۍ وائي دخپلو مینه والو په غوښتنه یې دپښتو دسنجیده شاعرانو په زړه پورې کلامونو ویلو لاس پورې کړی دی اؤ ډیر زر به دغه سنجیده اؤ مقصدي کلامونه د یو البم په شکل کې مخې ته راشي.
دپښتونخوا دسوات سیمې سره تعلق لرونکې ۱۸کلنه سندرغاړې عظمی سواتي چې په نزدې ورځو کې یې په ټولنیزو رسنیو دخپل ښائست له امله هم زیات شهرت موندلی ، وایي هغه په موسیقۍ کې د غوره معیار خپلولو قائله ده اؤ د بې مقصده شاعري ویلو نه باید ډډه وشي.
وائس اف امریکه ډیوه ویب پاڼې سره خبرو کې عظمی سواتي وویل “هرڅو که د یوې سندرغاړې دپاره ګرانه ده چې یوازې د یو مزاج لرونکو دپاره سندرې ووایي خو بیا هم اوس خلک تعلیم یافته شوي ، معیاري اؤ مقصدي شاعري خوښوي “
عظمي سواتي فني زده کړې د خپل پلار ښاغلي جاوید اقبال څخه کوي څوک چې د هارمونیم یو ټکړه استاد دی ، وایي دخپل پلار په مرسته یې د رحمان بابا، حمزه بابا، غني خان، رحمت شاه سائل اؤ خاطر اپریدي کلامونه انتخاب کړي اؤ دهغې په ریکارډ کولو باندې کار روان دی.
هغې وویل په لمړي سر کې چې سندرو ته راووتله نو زیاته نه پوهیده نو ځکه به یې ځینې کلامونه د غوره معیار نه وي ویلي خو وایي اوس ترې خپل په زرګونو مینه وال غوښتنې کوي چې باید معیاري اؤ سنجیده غزلې ورته ورړاندې کړي.
عظمی سواتي زیاته کړه چې پخپله هم غزلې ډیرې اوري اؤ غزل ویل یې خوښیږي هم نو ځکه غواړي چې په راتلونکي وخت کې زیات پام د غزل لوري ته وګرځوي.
عظمی دا مهال د یوولسم صنف زده کوونکې ده اؤ وایي د تعلیمي زده کړو ترڅنګ یې فني زده کړو ته هم ځانګړی پام ګرځولی اؤ غواړي چې مستقیل کې د یوې لویې فنکارې په توګه ځایې ونیسي.
کله چې هغې نه پوښتنه وشوه چې ښائست لرې که فلمونو کې درته د کار موقعه په لاس درشي کوې یې ؟ عظمی وویل” ماته خو اوس هم ډیر خلک فلمونو اؤ ډرامو کې دکار کولو افرز کوي خو نه غواړم چې فلم انډسټرۍ یا ډرامو طرفته لاړه شم ، بس د یوې سندرغاړې په توګه به دفن دنیا سره وابسته یم”
عظمی پخپلو خبرو کۍ وویل د نوي کول ډیر تعلیم یافته زلمي اؤ پیغلې د هنرمندان ته را اوځي خو هغوئ دپاره دلته هیڅ اسانۍ نشته ، نه فني اکیډمۍ شته ، نه حکومتي سرپرستي شته اؤ نه د امن وضعه ډاډمنه ده چې دا هرڅه د نوؤ هنرمندانو زړونه ماتوي.
هغې وویل که چرې حکومت د فن اؤ فنکار حقیقي سرپرستي وکړي نو دپښتنو په نوي کول کې دا توان شته چې خپل کلتور په ټوله نړۍ وځلوي