لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جمائما وایي چې اویاؤ کالو ته نه یئ رسیدلي واده مه کوئ


دپاکستان تحریک انصاف ګوند دمشر عمران خان پخوانۍ ښځې جمائما ګولډ اسمتهـ ویلي که په برتانیه کې ښځې د طلاق نه ځانونه بچ کول غواړي نو واده باید د اویا کلنۍ څخه په کم عمر ونه کړي.

د شنبې په ورځ پخپل یو ټویټ کې هغې برتانیه کې د ښځو د طلاق لوړیدونکې کچې ته ګوته نیولې خو ددغې ستونزې هواری یې د ټوقې په انداز کې ښودلی .

جمائما لیکلي دي چې برتانیه کې به څنګه یوه پیړۍ دمخه ښځې یوازې دولس کاله دمیړه سره په رشته کې پاتې کیدلې اوس هم هغه شان حال دی.

هغه لیکي چې په کال ۱۹۰۰ کې به دلته د واده رشتې ځکه تر ۱۲ؤ کالو دوام کولو چې خلک به زړ مړه کیدل ، خو اوس د واده رشته د طلاق له امله یوازې ۱۲ کاله دوامداره پاتې کیږي.

هغې ویلي که ښځې د طلاق نه ځان ژغورل غواړي نو د اویا کلنۍ څخه د مخه دې ودونه نه کوي.

د جمائما په دغه ټویټ بیلابیلې تبصرې شوي دي ، چا پرې خاندلي اؤ چا ورته لیکلي چې د جمائما دطلاق په هکله د نظر یوه ښه بیلکه د هغې پخوانی خاوند عمران خان پخپله دی.

۴۴ کلنه جمائما خان دبرتانیې د یو شتمن سړي جیمز ګولډ سمتهـ لور ده اؤ هغې په کال ۱۹۹۵ کې دپاکستان دکرکټلوبډلې پخواني مشر عمران خان سره واده کړی ؤ‌ خو دهغوئ دغه واده یوازې نه کاله دوام وکړو اؤ په کال ۲۰۰۴م کې دجمائما اؤ عمران خان رشته په طلاق ختمه شوه.

د عمران خان څخه د جمائما دوه زامن دی چې اوس هم هغې سره په لندن کې پاتې کیږي اؤ تر دې مهاله جمائما بل واده نه دی کړی

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG