لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پښتون ژغورنې غورځنګ جلسې ته د سیاستمدارو او خبريالانو غبرګون


د پي ټي اېم د پېښور اولسي غونډه
د پي ټي اېم د پېښور اولسي غونډه

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د پېښور په پرونۍ اولسي غونډه کې که څه هم د پښتونخوا ملي عوامي ګوند پرته په ښکاره د بلې کومې سیاسي ډلې لخوا ګډون نه دی شوی خو نن ځينې سياستمدارو د پي ټي اېم غونډې ته غبرګون ویلی دی.

د پاکستان پيپلز ګوند مشر بلاول بهټو زرداري په ټیويټر ليکلي،

"د پښتون ژغورنې غورځنګ پرون يوه بله لويه غونډه کړې ده، دا ضروري نه ده چې تاسو د هغوي د هرې خبرې سره متفق شئ خو پکار ده چې هغوي واورېدل شي. او که چرته په مرکزي کچه د پاکستان د ځوان کُول دا غږ وانه ورېدل شو نو دا به داسې وي چې دوي په زوره د ځان نه لرې کول کيږي".

د پاکستان تحريک انصاف مرکزي مشرې شيري مزاري په داسې حال کې د پي ټي اېم خبرې ته د غوږ نيولو خبره کړې ده چې دغه ګوند په پېښور کې د پي ټي اېم غونډې ته د ورتلو څخه خپل غړي منع کړي وو.

مزاري ليکلي، "رياست بايد هر څوک خپل وګڼي. مونږ د بېلابيلو قوميتونو نه جوړ يو قام يُو او بايد دا زمونږ قوت جوړ شي نه چې کمزوري. زمونږ د هغو خپلو خلکو سره خبرې چې ځان د بنيادي حقونو څخه محرومه ګڼي دا د رياست او حکومت زمه واري ده بايد دوي سره خبرې وکړي".

د پاکستان تحريک انصاف ګوند د پېښور مشر شاه فرمان د ګوند غړي د پښتون ژغورنې پله د تلو څخه منع کړي وو.

د عوامي نيشنل ګوند مشر غړي افراسياب خټک که څه هم په خپل ټويټ کې نېغ په نېغه د پښتون ژغورنې غورځنګ يادګېرنه نه ده کړې خو ويلي يې دي،

خبريال مبشر زيدي د پښتون ژغورنې غورځنګ پرونۍ جلسې ته د پاکستانۍ ميډيا په کورېج نه ورکولو ټويټ کړی او ليکلي يې دي،

" نن زه د يو خبريال په حېث شرم محسوسوم چې ميډيا د پښتون ژغورنې غورځنګ د پېښور په غونډه سترګې پټې کړي دي، زه د دې غورځنګ ملاتړ کوم او په ټولو غږ کوم چې د دې برخه شي".

يو بل خبریال مبشر زېدي د پښتون ژغورنې غورځنګ په اړه ليکلي،

"عېن په داسې وخت کې چې د پولې دې غاړې ته تحفظ مومنټ پېل شوی، د پولې پورې غاړې ته هم امن غورځنګ پېل شوی دی. دلته هم د سولې په نوم مظاهرې کيږي او هلته هم د سولې دپاره پرلتونه کيږی. او په دې کې د عقل لرونکو دپاره نخښې دي".

د پاکستان په ټيلي ويژن چېنلو د پي ټي اېم پرونۍ غونډې ته په نه ښکاره سختې نيوکې هم شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG