لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

۳۵ کاله وروسته سعودي کې دوهمه سینیما پرانستل شوې ده


په قدامت خوښي هیواد سعودي عرب کې ۳۵کاله وروستو یوه بله سینیما هم دفلمونو کتلو دپاره پرانستل شوې چې ددې سره په دغه هیواد کې د پرانستل شوؤ سینیماګانو شمیره دوؤ ته رسیدلې ده.

تیره میاشت هم په سعودي کې یوه سینیما پرانستل شوې وه چې دسعودي د خلکو د زیاتې خوښې سبب شوې ده.

سعودي عرب په کال ۱۹۸۰م کې سینیماګانې دمذهب اؤ خپل کلتور په ضد ګرځولې وې اؤ قدغن یې پرې لګولی ؤ خو تیرکال د دسمبر په میاشت کې یې ددغه قدغن پورته کولو په مهال اعلان کړی ؤ‌ چې د مارچ ۲۰۱۸م پورې به ټولې سینیماګانې بیرته خلاصوي.

۱۲ ورځې وروسته اوس بله سینیما د سعودي په پلازمینه ریاض کې پرانستل شوې چې پکې تیره ورځ فلم کتونکو ته د هولي ووډ “اوینجر، انفنټي وار” نندارې ته وړاندې کړل شوی دی

دعرب خبري اژانس العربیه له مخې په ریاض کې دغه سینیما د “دوکس سینیما “لخوا فعاله کړل شوې چې ووکس د سیمې تر ټولو لویه سینیمایي شبکه ګڼل کیږي.

راپور وایي د ریاض په مشهور کاروباري مرکز ریاض پارک کې د پرانستل شوې دغه دوهمې سینیما په فلمونو هر وخت د خلکو بیروبار ځکه وي چې ریاض پارک ته زیات خلک د سود سودا اخستو دپاره ورځي چې هغوئ بیا د ساعت تیري دپاره ددغه سینیما مخه هم کوي.

په دغه سینیما کې د فلم کتلو ټکټ پنځوس ریاله ایښودل شوی اؤ دغه ټکټونه په انلائن ډول هم خرڅون ته وړاندې کړل شوي دي

تیره میاشت په سوشل میډیا سعودي کې د پرانستل شوې لمړۍ سینیما یوه ویډیو مخې ته راغلې وه چې پکې لیدل کیږي په ګڼ شمیر سعودي ښځې اؤ سړي په ټیل ماټیل کې سینیما ته د ننوتلو هڅه کوي.

دسعودي خلک وایي هغوئ ته ډیره موده وروسته دسینیما ګانو پرانستل کیدو په شکل کې پخپل هیواد کې د ساعت تیري موقعه په لاس ورغلې ده

دسعودي حکومت پئیلې ده چې تر کال ۲۰۳۰م پورې به ګرد هیواد کې ۳۰۰ سینیماګانې پرانزي.

په دغو ۳۰۰ سینیماګانو کې به ۲۰۰۰ سکرینونه یا پردې لګول کیږي اؤ خواوشا ۳۰ زرو خلکو ته به له دې امله روزګار په لاس ورشي.

د سینیماګانو د بیرته پرانستل کیدو سره به سعودي عرب دکال ۲۴ اربه ډالر ګټه ترلاسه کوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG