لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوټه: د سکرو په کانونو کې مړه شوي ټول مزدوران د شانګلې دي


د بلوچستان صوبې سرښار کوټې په مارواړه او سپين کاريز سيمو کې د سکرو په کانونو کې د ګېسونو ډزېدو څخه مړه شوي ټول مزدوران د خېبرپښتونخوا د شانګلې ضلعې سره تعلق لري.

د سيمې نه د ډيوه خبريال حمیدسمسور وايي چارواکو ورته ويلي تراوسه پورې په دواړو پېښو کې د ۲۳ خواري کښو، مزدورانو مړي د کانونو څخه راويستل شوي دي.

د بلوچستان صوبې د ماينونو (کانونو) مشر افتخار وي او ای ډيوه رېډيو سره په خبرو کې پخلی کړی چې په دواړو پېښو کې ۲۳ کسان مړه شوي او نوموړي د پېښې په اړه د نور څه ويلو څخه ډډه کړې ده.

چارواکو ويلي لمړۍ پېښه په مارواړه سيمه کې رامنځته شوې او هلته د کان څخه ۲۱ مړي او نهه ژوبل کسان راويستل شوي دي او په دغه کان کې امدادي کارونه نزدې پای ته رسېدلي دي.

دوېمه پېښه په سپين کارېز علاقه کې رامنځته شوې او هلته تراوسه امدادي کارونه روان دي، په دغه ځای کې چارواکو ويلي تراوسه پورې دوه مړي راويستل شوي او د پينځه ؤ کسانو ويل کيږي چې تراوسه پورې د کان د ملبې لاندې ګېر دي او امدادي کارونه روان دي.

د چارواکو په وېنا راويستل شوي جسدونه شانګلې ته روان کړی شوي دي.

په بلوچستان کې دا لمړی ځل نه دی چې د سکرو په کانونو کې دغه ډول پېښې رامنځته کيږي، له دې وړاندې هم وخت په وخت دغه ډول پېښې نه يواځې په بلوچستان کې بلکې چرته چې هم دغه کانونه دي داسې قسمه پېښې رامنځته شوي دي.

مزدوران وايي دوي سره په کان کې دننه د حفاظت هيڅ انتظام نه وي او که کومه بده پېښه رامنځته شي بيا دغلته کومه غټه مشينري هم نه وي چې د ملبې لاندې ګېر خلک سمدستي راوويستل شي.

پاکستان کې په کانونو کې د کارکوؤنکو مزدورانو د اتحاديو تر مخه په دغه هیواد کې هر کال د ۱۰۰ نه تر ۲۰۰ پورې مزدوارن په درنګونو کې خپل ژوند د لاسه ورکوي.

د اپریل په میاشت کې په دره ادم خېل او جهلم کې په درنګونو کې رامنځته شوؤ دغه ډول پېښو کې ۱۱ مزدوارنو خپل ژوند دلاسه ورکړی وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG