لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسفندیار ولي:دپاکستان د ادارو دفاع ته به تر ټولو لمړی مونږ راپورته کیږو


دعوامي نیشنل ګوند مرکزي مشر اسفندیار ولي خان د پښتون ژغورنې د غورځنګ د نوم اخستو پرته ویلي کله چې هم هغوئ کومه قامي اداره باندې نیوکې کوي نو تر ټولو دمخه به مونږ ددغه ادارو په ملاتړ راپورته کیدو.

هغه وایي په هیواد کې یوازې دوه ادارې پوځ اؤ عدلیه د اولس اسره ده اؤ په دغو دواړو ادارو باندې نیوکې سم کار نه دی.

اسفندیار ولي خان دا څرګندونې په داسې حال کې کړي دي چې دا مهال په پاکستان کې دزرګونو پښتنو زلمو یو غورځنګ د پښتون تحفظ موومنټ په نوم راپورته شوی اؤ په پوځ نیوکې کوي چې پښتانه له محکمې پشي شا وژني ، له کورونو یې پورته کوي اؤ په چیک پوسټونو ورسره د سپکاوي ډک چلند کوي.

دپاکستان د اردو ژبې یو ټيلي ویژن جیو سره په مرکه کې اسفندیار ولي خان ویلي اوس تر ډیره حده د چیک پوسټونو شمیره کمه شوې ده اؤ د مائنونو په ویستلو هم کار روان دی اؤ په مائنونو ښځولو باید یوازې پوځ ته دملامتې ګوته ونه نیول شي شي.

هغه وویل په دغو مائنونو کې زیاتره طالبانو هم ښخ کړي چې اوس هغوئ ته معلوم نه دي

د هغه په وینا "یوازې عام وګړي خو په دغو مائنونو نه دي وژل شوي‌، ډیر پوځیان هم په دغو مائنونو الوتلي دي ، که چرې پوځي ته پته وه چې دلته ما مائن ښخ کړی نو ولې به پرې ورختلو"

په دغه مرکه کې هغه دپاکستان دپوځ اؤ عدلیې نه په کلکه دفاع وکړه اؤ‌ وئ ویل مونږ خو هر مهال دائین اؤ ادارو تر شا ودریدلي یو ، په مارشل لائي دورو کې مو هم یوازې هغه فرد دنیوکو لاندې نیولی چې غیر ائني ګامونه یې اخستي.

اسفندیار ولي خان وویل دا نن چې کومې مسلې راپورته کړل شوي ، بڼه یې سیاسي ده اؤ باید په خبرو هوارې کړل شي.

هغه دا هم وویل چې که نوازشریف هم په پوځ اؤ عدلیه ټکوي کوي نو ښه نه کوي ځکه چې دغه دوؤ ادارو ته خو د اولس ټوله اسره ده.

په خپله دغه مرکه کې اسفندیار ولي خان غوښتنه وکړه چې قبائیلي سیمو ته راتلونکو ټولټاکنو کې دخیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې برخه ورکړل شي اؤ په صوبایي کابینه کې دې هم قبائیلي وزیران واخستل شي نو دفاټا ډیرې ستونزې به هوارې شي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG