لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان د بشري حقونو قومي کمېشن وایي هېواد کې اوس د اقلیتونو حقوقونه خوندي نه دي


په اسلام اباد کې د پاکستان د بشري حقونو د قومي کمېشن له خوا د مذهبي اقلیتونو د حقونو د خوندیتوب په اړه یوه غونډه شوې او برخوالو یې اندېښنه څرګنده کړې چې اوس هم په په هېواد کې د مذهبي اقلیتونو بشري حقونه تر پښو لاندې کېږي.

د دې دوه ورځنۍ غونډې برخوالو د پاکستان مرکزي حکومت پړ بللی، چې وایي د مذهبي اقلیتونو د تحفظ د قانون په عملي کولو کې ناکامه شوی دی، ځکه چې وایي دوی اوس هم په دې هېواد کې د مذهبي فرقه بندۍ، توندروۍ او ترهګرۍ ښکار دي.

په غونډه کې د خیبرپښتونخوا لپاره د بشري حقونو د قومي کمېشن غړي ډاکټر یحیٰی احمد وي.او.اې ډیوه ته وویل، چې د مذهبي اقلیتونو شاوخوا ۲۰۰ کسان په پښتونخوا او فاټا کې په هدفي بریدونو کې وژل شوي او ګڼ شمېر سیکان له دې امله کډه شوي چې په زور جزیه [بتې] ځنې اخیستل کېدې.

ډاکټر یحیٰی احمد وایي د پاکستان باني محمد علي جناح ویلي وو، چې په دې هېواد کې به هر چاته مذهبي ازادي وي او برابر حقونه به ورکول کېږي، خو وایي په اوسني پاکستان کې له اقلیتونو سره هر ډول ظلمونه کېږي او مذهبي ازادي نه لري:

"په ډبګرۍ [پېښور] کې د سیکانو یو سکول وو هغه نه ورکوي، شمشان ګاټ [د هندوانو د مړیو سوځولو ځای] نه ورکوي، د ایبټ اباد په یوه محله کې څلور سوه عیسایان دي خو هلته په موجود چرچ کې د عبادت اجازه نه ورکول کېږي".

ډاکټر یحیٰی احمد په دې هم اندېښنه څرګنده کړه چې وایي د اسلام اباد په قایداعظم پوهنتون کې د دې هېواد د ستر ساینسدان ډاکټر عبدالسلام په نوم څوکۍ (چېر) ختم کړل شوه، ځکه چې وایي هغه احمدي وو او وایي دا له دې اقلیت سره ظلم دی.

د پاکستان په مرکزي پارلمان کې د مذهبي اقلیتونو استازی او د پاکستان د هندو کونسل مشر ښاغلی رمېش کمار وایي، په پاکستان کې اقلیتونه اوس هم له بېلابېلو ستونځو سره مخامخ دي:

"زه فکر کوم تر اوسه لا په زوره د اقلیتونو د مذهبي بدلون ستونځه شته، چې په هغه کې اسلام ته د هندوو ښځو اړول او په زوره واده ته مجبوره کول دي، په تعلیمي نصاب کې د مذهبي اقلیتونو په اړه کرکجن مواد هم نه دی لرې کړل شوی او د دغو مسایلو د حل لپاره تر اوسه حکومت څه نه دي کړي".

پاکستان له څو کلونو راهیسې په نړیواله کچه خپلو مذهبي اقلیتونو ته د بنیادي انساني حقونو او تحفظ نه ورکولو پر سر له نیوکو سره مخامخ دی او د بشري حقونو سازمانونه د دې هېواد له حکومته پرله پسې غوښتنه کوي چې د اقلیتونو په ضد توپیري قوانین ختم کړي.

د پاکستان ستر عدالت (سپریم کورټ) هم اعتراف کړی چې په دې هېواد کې مذهب ته د سپکاوي له قانون څخه د مذهبي اقلیتونو په ضد ناوړه ګټه اخیستل کېږي او د مخنيوي لپاره یې حکومت د ګامونو اخیستلو امر کړی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG