لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نوښار: د اېف سي عسکرو په ګاډي ځانمرګي برید شوی


دخیبرپښتونخوا په نوښار سیمه کې د پوځ په ګاډي یو ځانمرګي برید شوی چې پکې دملیشې عسکر وژل شوي اؤ‌۱۱ نور ژوبل شوي دي.

د نوښار د پولیسو مشر یا ډي پي او ندیم بخاري خبریالانو ته ویلي چې ځانمرګی تن د کچهرو چوک ترڅنګ په سړک د ایف سي تیریدونکی ګاډی په نخښه کړی .

د پېښې سره سم په لویې شمیر امنیتي ځواکونه اؤ مرستندویه فعالین د ځانمرګي برید ساحې ته رسیدلې اؤ په دغه پېښه کې وژل شوي اؤ ژوبل شوي کسان د نوښار پوځي روغتون ته رسول شوي دي.

د مرستندویه فعالیتونو د ادارې ۱۱۲۲ له مخې په سمدستي ډول دغه برید کې درې پوځیان وژل شوي اؤ ۱۱ نور ژوبل شوي خو په ژوبلو کې هم د زیاترو حالت مرګونی ښودل کیږي.

خو دپاکستان رسنۍ بیا په دغه پېښه کې د وژل شوؤ اؤ ژوبل شوؤ کسانو شمیره بیلابیله ښایي.

دجیو په نوم ټيلي ويژن وایي یو عسکر پکې مړ شوی اؤ ۱۴ ژوبل دي، خو ځینې نورې بیا یوازې د ۱۲ؤ عسکرو د ژوبل کیدلو دعوه کوي.

پوځ یا ایف سي لا تر دې مهاله په رسمي ډول ددې برید په هکله جذئیات مخې ته نه دي راوړي

د خیبرپښتونخوا صوبې د وزیراعلی پرویز خټک ویاند شوکت یوسفزئ خبریالانو ته ویلي ځانمرګی تن په یو موټر سائیکل سپور ؤ اؤ ځان یې د پوځیانو ګاډي سره ټکر کړی چې له دې امله یوه درنه چاودنه شوې اؤ د پوځیانو ګاډی په مکمل ډول تباه شوی دی.

تر اوسه کومې تندروه ډلې دغه ځانمرګي برید پړه پغاړه نه ده اخستې خو له دې وړاندې خیبر پښتونخوا صوبه کې په پوځیانو د شوؤ زیاترو بریدونو پړه طالبانو په غاړه اخستې ده.

دخیبر پښتونخوا صوبې ګورنر ښاغلي اقبال ظفر جهګړا دپوځیانو په ګاډي شوی دغه ځانمرګی برید غندلی اؤ پخپل یو بیان کې یې ویلي چې په روژه کې کوم خلک ګډوډی خوروي خو د انسانانو ویلو لائق هم نه دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG