لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دفاټا دقسمت فېصله،پارلیمان کې په قانوني مسوده رایې روانې دي


دغه قانوني مسوده د پاکستان دقانون مرکزي وزیر محمود بشیر ورک دقامي اسمبلۍ غونډې ته وړاندې کړې چې جمعیت علماء اسلام(ف) اؤ پښتونخوا ملي عوامي ګوند یې سخت مخالفت کړی ، دایجنډې کتابچې یې شلولي اؤ دقامي اسمبلۍ دعونډې نه یې احتجاجاً پریکون کړی.

دپاکستان دقبائیلي سیمو خیبر پښتونخوا صوبه کې د ورګډؤلو دپاره د۳۲م ائیني بدلون قانوني مسوده نن د پنجشنبې په ورځ دپاکستان پارلیمان ته وړاندې کړل شوې چې قامي اسمبلي ددغه قانوني مسودې د هرې مادې په ځانله،ځانله ډول منظوري ورکوي.

دغه قانوني مسوده د پاکستان دقانون مرکزي وزیر محمود بشیر ورک دقامي اسمبلۍ غونډې ته وړاندې کړې چې جمعیت علماء اسلام(ف) اؤ پښتونخوا ملي عوامي ګوند یې سخت مخالفت کړی ، دایجنډې کتابچې یې شلولي اؤ دقامي اسمبلۍ دعونډې نه یې احتجاجاً پریکون کړی.

د قانوني مسودې د وړومبۍ مادې په ملاتړ کې ۲۲۹ؤ اؤ مخالف کې ۱۱ؤ کسانو خپلې رایې ورکړي دي.

همدغه شان د دوهمې مادې په ملاتړ کې ۲۲۹ اؤ مخالفت کې دریوؤ کسانو رایې ورکړي دي، د دریمې اؤ څلورمې مادې ملاتړ ملاتړ داسمبلۍ ۲۲۹غړو اؤ مخالفت یې دوؤ غړو کړی دی.

دپینځمې مادې ملاتړ کې ۲۲۸ اؤ مخالفت کې دوه رایې مخې ته راغلي دي.

دغه قانوني مسوده ټولې نهه مادې لري چې په پینځوؤ پکې د رائیو عمل سرته رسیدلی اؤ په څلورو دوام لري.

د فاټا پښتونخوا صوبه کې د ورګډؤلو دپاره ددغه مهمې قانوني مسودې قامي اسمبلۍ ته د وړاندې کولو په مهال د حکومت سره په واک کې دشریکو ګوندونو پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمودخان اڅکزئ اؤ د جمعیت علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمان د پارلیمان په غونډه کې برخه نه لري خو دهغوئ پلویانو په پارلیمان کې سخت احتجاج کړی.

ددغه قانوني مسودې پارلیمان ته د وړاندې کولو نه وړاندې وزیراعظم شاهدخاقان عباسي د ګڼو مخالفو ډلو ملاتړ ترلاسه کړی دی.

قامي اسمبلۍ څخه ددې قانوني مسودې منظوریدو نه وروسته به دا سینیټ ته د منظورؤلو دپاره وړاندې کولی شي

پاکستان دولتي رسنيو ویلي موقتي صدر محمد صادق سنجراني نن د زیارت، پنجشنبې په ورځ د ماسپښين نه وروستو د برني اېوان سېنېټ غونډه هم رابللې ده.

محمد صادق سنجراني د سېنېټ چئيرمېن دی او د ملک د صدر په غېرموجودګۍ کې هغه بيا موقتي صدر وي.

قانون پوهان وايي د قامي اسمبلۍ نه د قانوني مسودې منظورېدو وروستو به دا برني اېوان ته سېنېټ ته د منظورۍ دپاره ولېږل شي او چې صدر کله دا لاسليک کړي نو دا به قانون جوړ شي او عملي به شي.

خو د ايين د ارټيکل ۲۳۹م (۴) لاندې صدر نه شي کولی چې د اړونده صوبې څخه د قانوني مسودې د منظورۍ پرته دا لاسليک کړي ځکه چې کله د صوبې جغرافيه بدليږي دغه قانوني مسوده به د صوبايي اسمبلۍ څخه په درېو کې په دوه برخو پاس کول وي.

دقانوني مسودې منظوریدو سره به فاټا دخیبر پښتونخوا صوبې برخه وګرځي خو ددغه سیمې د قامي اسمبلۍ ۱۲ اؤ د سینیټ اته چوکۍ به پخپل ځایې پاتې وي. راتلونکي کال کې به قبائیلي سیمو دپاره صوبایي اسمبلۍ کې خپلې چوکۍ وي اؤ په قبائیلي سیمو کې به سمدستي د صوبې قوانین پځائ کیږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG