لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جمعيت علمااسلام (ف) د فاټا په د خېبرپښتونخوا کې ورګډولو پرضد د اسمبلۍ مخې ته مظاهره کړې


په داسې حال کې چې د قبايلي سيمې فاټا په خېبرپښتونخوا صوبه کې ورګډولو دپاره نن په صوبايي اسمبلۍ کې قانوني مسوده د منظورېدو دپاره وړاندې کيږي، د مذهبي ګوند جمعيت اسلام (ف) يو شمېر غړي رايو ځاي شوي او د فاټا په خېبرپښتونخوا کې ورګډولو پرضد يې مظاهره کوي.

د جمعيت اسلام (ف) غړي پېښور کې د صوبايي اسمبلۍ مخې ته رايوځای شوي په سړکونو يې ټايرونو ته اورونه اچولي او اسمبلۍ پله تلونکې لارې يې تړلې وې.

دوي د فاټا په خېبرپښتونخوا کې ورګډولو پرضد نعرې وهلې او ویل يې چې دغه کار ورته د منلو وړ نه دی. داسې راپورنه هم مخې ته راغلي چې مظاهره چيانو په خبريالانو هم ګوزارونه کړي دي.

وروستو پوليس راغلي او احتجاج کوونکي يې د اسمبلۍ د مخې نه شړلي دي.

ځايي ټيلي ويژن چېنلې ښايي چې پوليسو په مظاهره چيانو اوښکې بښوونکی ګېس ويشتی او د پوليس او مظاهره چيانو ترمنځ د نښتو هم ويل شوي دي.

راپورونه وايي پوليسو څو مظاهره چيان نيولي هم دي. او اسمبلۍ مخې ته لارې د مظاهره چيانو نه پاکې کړی شوي خو دوه غټې لارې د امنيت په موخه تړل شوي دي.

د فاټا په خېبرپښتونخوا کې ورګډېدو دپاره د زيارت په ورځ قامي اسمبلۍ او د جمعې په ورځ بيا سېنېټ د دغه قانوني مسودې منظوري ورکړې وه.

د قامي اسمبلۍ او سېنېټ نه وروستو دا قانوني مسوده د منظورۍ دپاره د اييني تقاضې لاندې د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ ته وړاندې کيږي.

ځکه چې د ايين د ارټيکل ۲۳۹م (۴) لاندې صدر نه شي کولی چې د اړونده صوبې څخه د قانوني مسودې د منظورۍ پرته دا لاسليک کړي ځکه چې کله د صوبې جغرافيه بدليږي دغه قانوني مسوده به د صوبايي اسمبلۍ څخه په درېو کې په دوه برخو منظورېدو ته اړتيا لري.

د جمعيت علمااسلام ف ډلې مشر مولانا فضل الرحمان د فاټا په خېبرپښتونخوا صوبه کې ورګډولو مخالفت کوي او دريځ لري د فاټا د راتلونکې پرېکړه دې د سيمې د خلکو نه د ټولپوښتنې (رېفرنډم) د لارې وشي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اچکزی هم د فاټا په خېبرپښتونخوا کې ورګډولو مخالفت کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG