لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان کې د اقلیتي ووټرانو شمیره سیوا شوې


دکال۲۰۱۳م ټولټاکنو کې د لږکیو د ووټونو شمیره ۲۷لکه اؤ ۷۰زره شاوخوا وه خو اوس ۳۶لکه اؤ ۳۰ زره ده چې په دې کې تر ټولو زیات ووټونه د هندوانو دي.

په پاکستان کې د تیرو پینځوؤ کالو په مهال د اقلیتونو یا لږکیو د رجسټرډ ووټونو شمیره ۳۰فیصده سیوا شوې ده اؤ اوس د دوئ شمیره د۳۶لکو څخه اوښتې ده.

دکال۲۰۱۳م ټولټاکنو کې د لږکیو د ووټونو شمیره ۲۷لکه اؤ ۷۰زره شاوخوا وه خو اوس ۳۶لکه اؤ ۳۰ زره ده چې په دې کې تر ټولو زیات ووټونه د هندوانو دي.

د ډان ورځپانې دیو راپور له مخې دا مهال پاکستان کې ۱۷لکه اؤ ۷۰زره هندوان په ټولټاکنو کې د رائیو ورکولو جوګه دي چې په هغوئ کې د زیاترو تړاؤ د سندهـ ایالت سره دی.

راپور وایي د مسیحي رورولئ د رایې ورکوونکو شمیر۱۶لکه اؤ ۴۰ زره ده چې پکې ۱۰لکه دپنجاب اؤ دوه لکه د سندهـ ایالت دي.

هر څو که د تیرو ټولټاکنو په پرته دا ځل کیدونکو ټولټاکنو کې د لږکیو د رائیو شمیره زیاته ښودل شوې خو ددې باوجود هم د بشري حقونو دڅار سازمانونه پاکستان کې د لږکیو سره په کیدونکي چلند اندېښنه ښکاره کوي اؤ وايي په دغه هیواد کې داقلیتونو مذهبي اؤ بشري حقونه دپښو لاندې کولی شي.

په روانه میاشت کې اسلام کې د پاکستان د بشري حقونو د قامي کمیشن لخو ا د لږکیو د حقونو دخوندیتوب په موخه راجوړ شوي یو کانفرنس کې څیړنکارو ویلي وؤ چې دپاکستان مرکزي حکومت د مذهبي اقلیتونو د تحفظ د قانون په عملي کولو کې ناکامه شوی دی، ځکه چې وایي دوی اوس هم په دې هېواد کې د مذهبي فرقه بندۍ، توندروۍ او ترهګرۍ ښکار دي.

دبشري حقونو سازمانونه دعوه کوي چې د مذهبي اقلیتونو شاوخوا ۲۰۰ کسان په پښتونخوا او فاټا کې په هدفي بریدونو کې وژل شوي او ګڼ شمېر سیکان له دې امله کډه شوي چې په زور جزیه [بتې] ځنې اخیستل کېدې.

پاکستان له څو کلونو راهیسې په نړیواله کچه خپلو مذهبي اقلیتونو ته د بنیادي انساني حقونو او تحفظ نه ورکولو پر سر له نیوکو سره مخامخ دی او د بشري حقونو سازمانونه د دې هېواد له حکومته پرله پسې غوښتنه کوي چې د اقلیتونو په ضد توپیري قوانین ختم کړي.

د پاکستان ستر عدالت (سپریم کورټ) هم اعتراف کړی چې په دې هېواد کې مذهب ته د سپکاوي له قانون څخه د مذهبي اقلیتونو په ضد ناوړه ګټه اخیستل کېږي او د مخنيوي لپاره یې حکومت د ګامونو اخیستلو امر کړی دی.

XS
SM
MD
LG