لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې ټولټاکنو څارلو دپاره بهرنیو څیړونکو ته سخت شرطونه


دپاکستان د ټولټاکنو کمیسیون د راتلونکو ټولټاکنو د څارنې دپاره بهرنیو څیړونکو ته سخت شرطونه مخې ته ایښي اؤ وایي کوم نړیوال څیړونکي چې غواړي پاکستان کې کیدونکې ټولټاکنې د نزدې څخه وڅاري هغوي به نه شي کولی په میډیا ددې ټولټاکنو په هکله خپله رایې ښکاره کړي.

په پاکستان کې د راتلونکې جولایي په ۲۵مه نیټه عامې ټولټاکنې کیدونکي دي خو ددغو ټولټاکنو نه وړاندې دپاکستان یوې غیر دولتي ادارې پلدېټ په انتخابي عمل بې باوري ښودلې او د پوځ ، عدلیه او مطبوعاتو په اړه یې په انتخابي عمل کې د بې طرفه پاتې کېدو اندېښنې څرګندې کړي دي.

دټولټاکنو کمیسون دهاغو بهرنیو څیړونکو دپاره ۱۴ شرطونه یا نکتې مخې ته ایښي چې غواړي دا ټولټاکنې له نزدې څخه وڅاري.

د ضابط اخلاق په نوم جاري شوؤ دغو ۱۴ نکتو کې دا خبره شامل دی چې څارونکي به ټولټاکنې څاري خو په میډیا به ددغو ټولټاکنو په هکله هیڅ قسمه رایې نه شي ورکولی.

همدغه شان هغوئ ته به د داسې هر یو ګام نه ډډه کول وي چې د کوم سیاسي ګوند یا کاندید د پلوۍ یا مخالفت تاثر ترې راولاړیدلی شي.

دغه بهرني څیړونکي به دټولټاکنو د مامورینو واک اختیار ته د درناوي کولو پابند وي اؤ څه چې ورته د ټولټاکنو کمیسون وایي په هغې به عمل کوي.

له دې وړاندې پاکستاني ورځپاڼې ډان پخپل یو راپور کې ویلي وؤ چې د ټولټاکنو کمیسون هڅې کوي چې نړیوال څارونکي د ټولټاکنو دعمل نه لرې وساتي اؤ ددې غرض دپاره پاکستان ته دهغوئ راتګ ته شرائط ورځ تر ورځه سختوي.

رپورټ کې ویل شوی وؤ چې دټولټاکنو کمیسون پریکړه کړې چې هیڅ یو بهرني څیړونکي ته به دټاکنو له نزدې څخه دکتنې بلنه نه ورکړل کیوي اؤ ددې تر څنګ به هغوئ ته د پاکستان ته راتګ دپاره د ویزو ورکولو شرائط هم سختولی شي.

خو د ټولټاکنو کمیسون ددغه راپور په هکله سپیناوی نه دی کړی.

په سوشل میډیا هم پاکستان کې د راتلونکو ټولټاکنو د روڼ والي په اړوند د شکونو اؤ اندېښنو اظهار کیږي اؤ داسې ویرې ښودل کیږي چې پوځ به د عدلیې اؤ میډیا په مرسته خپل ملاتړي ګوندونه اقتدار کې راولي.

د پاکستان پخواني وزیراعظم نوازشریف د وړاندې نه ویلي “دا ځل په ټولټاکنو کې زمونږ مقابله د خلایي مخلوق سره ده”

خو پوځ د ټولټاکنو نه وړاندې پرله پسې سپیناوی کړی چې هغوئ د جمهوریت په پلوي ولاړ د

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG