لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پښتون ژغورنې غورځنګ کارکونکو د رياست پلوه طالبانو او بد حکومتي چلن پرضد په ګرد پاکستان کې احتجاجونه پېل کړي دي


د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د مشرانو په وېنا چې د جنوبي وزيرستان په مرکز واڼا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) په مشر علي وزير او هغه سره لاريون باندې تندلارو وسله والو بريد کړی، د دغه بريد پرضد د پي ټي اېم غړو د ملک په ډېرو برخو کې احتجاجي مظاهرې پېل کړي دي.

د اتوار، يکشنبې په ورځ د واڼا د بريد وروستو د پي ټي اېم مشر منظور پشتين په فېس بک په خپلو پلويانو او عامو خلکو غږ کړی چې د حکومت پلوه طالبانو د دغه بريد پرضد نه يواځې په پاکستان بلکې په ټوله نړۍ کې احتجاجونه وکړي.

پي ټي اېم په خپله فېس بک پاڼه ليکلي ؤ، "د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په ټولو پښتنو چې د نړۍ په هر ګوټ کې دي غږ کوي چې په واڼه وزیرستان کې چې په علي وزیر او د غورځنګ په نورو ملګرو د پاکستان پوځ او د هغو د لاسپوڅو ځاي طالبانو کوم برید کړې په ضد يې لاریونونه/مظاهرې وکړئ، په دې برید کې تر ۱۰پورې ملګرو خپل ژوند له لاسه ورکړې او نور ۴۰ ټپیان دي، راشئ چې نړیوالو ته وښایو چې پاکستان تر دې وخته هم د انسانیت او پښتون ضد کړنو ته دوام ورکوي".

نړيوالې او ځايي ميډيا د واڼا په بريد کې د چارواکو له قوله د څلورو کسانو د وژنې او د ۲۵ پورې ژوبلېدو خبر ورکړی چې په وژل شوؤ کې دوه د پي ټي اېم غړي او دوه عام کسان شامل ؤ.

د پي ټي اېم غړو تېره شپه په اسلام اباد، پېښور، کوټه، ژوب، پشين، ډېره اسماعيل خان، پرون په سوات او مردان کې احتجاجي مظاهرې کړي دي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند هم د واڼا د پېښې پرضد په خپل ګوند غږ کړی چې هر چرته وي د دغه بريد پرضد احتجاجونه او پرېس کانفرنسونه وکړي، هغه ويلي واکمن دې د پي ټي اېم سره دغه چلن پرېږدي.

د پي ټي اېم غړو بېګا ادعا کړې او په ټولنيزو رسنیو يې داسې ويډيوز خپرې کړې چې په اسلام اباد کې د پرېس کلب مخې ته نزدې ۵۰ احتجاج کوونکي پوليسو نيولي دي.

پي ټي اېم په خپله فېس بک پاڼه پينځه ساعته وړاندې ليکلي، "د پېښور پرلت به جاري وي چې تر څو زمونږ د اسلام اباد ملګري پولیس راخوشي کړي نه وي، د نورو ښارونو په ملګرو هم غږ کوو چې پرلت ته دوام ورکړي".

پېښور کې احتجاجي مظاهرې ته په خبرو کې د پي ټي اېم مشر محسن داوړ ويلي، "د پي ټي اېم سره د حکومت لخوا د مذاکراتو خبرې کېدې دوی ورته د خبرو دپاره د جرګې نومونه ورولېږل خو حکومت ترې اوس په شا کيږي او اوس به دوی ته اول د پي ټي اېم د وژل غړو حساب ورکوي وروستو له هغې بيا پي ټي اېم خبرې کوي".

د پي ټي اېم يوې مشرې ثنا اعجاز ويلي "پاکستان ۷۰کاله د پښتنو وسايل، ځوانان او ځمکې خوړلي او د پښتنو نه يې ترهګر جوړ کړی دي په کتابونو او ميډيا کې يې ورته غداران ويلي دي".

محسن داوړ د پاکستان د پوځ وياند مېجرجنرال اصف غفور د پي ټي اېم په اړه خبرو ته په غبرګون کې ويلي، "په پي ټي اېم د افغانستان د ملاتړ او ټوپو راتلو تورونه لګي نو زه تر ې دا تپوس کومه چې کله ستا طالبان د افغانستان د طالبانو بېعت کوي په هغې خو تا کله هم اعتراض نه دی کړی خو د منظور پشتين په ټوپۍ ستا اعتراض دی".

د واڼا په پېښه او پي ټي اېم په اړه د پوځ بيان

د پاکستان د پوځ ویاند مېجرجنرال اصف غفور پرون د دوشنبې، ګل په ورځ د واڼا د پېښې په اړه ويلی، " په واڼا کې د محسودو احمدزۍ قبيله ده يوه امن کميټي ده او په کلونو د ترهګرۍ پرضد جنګېدلي او اوس هم د ثبات وروستو خپل کار کوي، نو علي وزير د تېرو څو ورځو نه هلته تلی او د ځايي خلکو په وړاندې یې د پوځ او رياست پرضد نعرې وهلې چې دې امن کمېټۍ منع کړو بيا کمېټۍجرګه بللې او په دغه مهال د دوي نښته شوې ده".

هغه وويل پوځ او اېف سي بيا دغه منځ ته ورغلی او پوځ په پېښه کې رامنځته شوي ژوبل کسان روغتونونو ته رسولي دي او بيا دوی غلطه پروپېګنډه کړې ده.

هغه وويل د اسلام اباد د احتجاجي ناستې په مهال د منظور پشتين او محسن داوړ سره يې ليدلي "او هغوي ورته د نقيب مسيد د کېس، بې درکه خلکو، ماينونو پاکولو او چيک پوسټونو په اړوند ويلي او بيا د دوي خبرې د پوځي افسرانو سره خبرې شوي او څو ورځې وروستو محسن داوړ هغه (اصف غفور) ته پېغام استولی چې مسلې حل شوې".

اصف غفور وويل د منظور پشتين او محسن داوړ سره د" ناستې او خبرو وروستو منظور احمد مسيد، منظور پشتين څنګه شو؟ څنګه په سوشل ميډيا دا کمپاين وچلېدو، څنګه په يوه ورځ کې په افغانستان کې پينځه زره اکاؤنټونه جوړ شو، څنګه يوه ټوپۍ د ملک نه بهر جوړه شوه او پاکستان ته راتلل يې پېل شو، څنګه د ملک نه بهر د پاکستان پرضد مظاهرې پېل شوې، څنګه په ورځپاڼو کې کالمونه ليکل پېل شو ، څنګه بهرنۍ ميډيا په فېس بک او ټويټر باندې دوی نېغ په نېغه خپروي، او چې کله ستا سره د پاکستان مخالفه خلک ودريږي نو بيا به مونږ ګورو چې دا څه روان دي".

هغه وويل د پوځ د مشر سخته لارښوونه وه "چې د دوی پرضد په يو ځای کې زور ونه کاروي او په لاهور کې يې يو چارواکي ته ويلي چې دوي مه نيسئ دوی پرېږدئ چې خپلې خبرې وکړي پاکستاني دي د دوي چې کوم شکايتونه دي هغه سم دي د ايين لاندې دي مونږ رياست يو او دوي به اورو".

هغه وويل "تراوسه پورې مونږ (پوځ) څه نه دي ويلي خو اوس زمونږ سره ډېر ثبوتونه دي او دوي اوس کارول کيږي".

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG