لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ننګرهار:د ولسي جرګې دغړي فریدون مومند په کور برید کې څلور کسان وژل شوي


دننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي خبریالانو ته ویلي د جمعې په سهر د جلال اباد د دوئمې امنیتي حوزې په چهل متره سیمه کې دوه برید کوونکي د ولسي جرګې د غړي فریدون مومند کور ته ننوتل اؤ ډزې یې پیل کړې.

دافغانستان ننګرهار ولایت کې د ولسي جرګې د غړي‌ فریدون مومند په کور ترهګریز برید کې دیو پولیس په ګډون څلور کسان وژل شوي اؤ پنځه تنه نور ژوبل دي.

دننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي خبریالانو ته ویلي د جمعې په سهر د جلال اباد د دوئمې امنیتي حوزې په چهل متره سیمه کې دوه برید کوونکي د ولسي جرګې د غړي فریدون مومند کور ته ننوتل اؤ ډزې یې پیل کړې.

د والي‌ ویاند وایي د برید په مهال د ولسي جرګې غړی فریدون مومند پخپله په کور کې نه ؤ ځکه هغه یا د کورنۍ غړو ته یې څه زیان نه دی رسیدلی.

ښاغلي خوږیاني ویلي یو برید کوونکی د امنیتي‌ ځواکونو په ډزو کې وژل شوی اؤ بل ژوندی نیول شوی.

هغه وایي کوم برید کوونکی چې ژوندی نیول شوی هغه د فریدون مومند په ګاونډ کې یو بل کور ته ننوتلی ؤ اؤ ددغه کور یوه ښځه اؤ یو سړی یې وژلي دي خو وروسته د تېښتې په حالت کې خلکو نیولی دی.

هغه وویل په برید کې دوه عام وګړي ، یو پولیس اؤ یو بریدګر وژل شوي اؤ دیوې ماشومې په ګډون پینځه کسان ژ،بل شوي دي دي.

د ننګرهار دعامي‌ روغتیا رئیس ډاکټر نجیب کامه وال خبریالانو ته ویلي چې په ژوبلو کسانو کې یو پولیس هم شامل دی اؤ دټولو کسانو روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ دی.

تر دې مهاله ددې برید پړه کومې تندروه ډلې پغاړه نه ده اخستې .

له دې وړاندې په کال ۲۰۱۴م کې د فریدون مومند په کور د ځانمرګي برید په هڅه کې برید ګر پخپله وژل شوی ؤ اؤ بل چاته پکې زیان نه ؤ اوښتی .

همدغه راز دکال ۲۰۱۵م د فرورۍ په میاشت کې هم دننګرهار ولایت د بهسودو په ولسوالۍ کې دفریدون مومند د موټرو په یو کاروان بمي چاودنه شوې وه چې پکې درې کسان وژل شوي اؤ ۱۳ ژوبل شوي وؤ خو پخپله فریدون مومند له دغه بریده ژوندی وتلی ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG