لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نوازشریف:په غدارۍ تورن مشرف ته دټولټاکنو په اجازې ورکولو ائین اؤ قانون چرته لاړل؟


دپاکستان پخواني وزیراعظم ښاغلي نوازشریف دپاکستان دسترې محکمې لخوا پخواني پوځي امر جنرال پرویز مشرف ته دشرطونو په اساس ټولټاکنو کې دبرخې اخستو داجازې په ورکولو سخت ټکونه کړي.

نوازشریف پوښتنه راولاړه کړې ده چې ستره محکمه اخر داساسي قانون دکومې مادې لاندې یو داسې تن ته ټولټاکنو کې په شرطونو دبرخې اخستو اجازه ورکولی شي چې په غدارۍ تورن دی،دهیواد ائین یې مات کړی اؤ داکبر بګټي د وژنې مقدمه پرې روانه ده.

دپاکستان د سترې محکمې مشر قاضي ښاغلي ثاقب نثار د زیارت په ورځ ویلي وؤ چې که چرې پرویز مشرف هیواد ته راستون شي نو هغه باور ورکوي چې تر محکمې رسیدو به یې څوک نه نیسي.

ددې ترڅنګ مشر قاضي دا هم ویلی وؤ چې که مشرف ټولټاکنو کې برخې اخستو دپاره کاغدونه جمع کوي نو جمع کولی یې شي خو محکمې ته به ورته وړاندې کیدل ضروري وي.

دجمعې په ورځ داحتساب محکمې ته د وړاندې کیدلو وروسته پخواني وزیراعظم میا نوازشریف خبریالانو سره خبرو کې د مشرقاضي ښاغلي ثاقب نثار په دغو څرګندونو کلکې نیوکې وکړې اؤ وئ ویل هر څه د قانون برعکس روان دي.

نوازشریف وویل “زما سر په دې نه خلاصیږي چې ائین اؤ قانون چرته لاړل، دغدارۍ مقدمه څه شوه. نورې ټولې مقدمې چرته لارې ؟”

هغه پوښتنه وکړه” په کوم ائین اؤ قانون کې یې په شرطونو د اجازې ورکولو خبره لیکلې ده، مونږ ته دې هم وښودل شي ،ټول خلک حیران دي چې مشر قاضي‌ داسې حکم څنګه کولی شي؟”

د نوازشریف په وینا “که څوک وژنه وکړي، ائین مات کړي ، تباهي خوره کړي خو چې چیف جسټس یوغواړي نو هغه ته به هیڅ نه ویل کیږي”

هغه وویل پرویز مشرف د اکبر بګټي د وژنې دوسیه،د ججانو دنظربندۍ، د۱۲م مئ پېښو اؤ دوه ځله دائین په ماتولو په دوسیو کې شامل دی خو مشر قاضي وایي چې هغه به نه نیول کیږي ، دا اخر کوم قانون دی؟

پخوانی وزیراعظم وویل دهغه کور ودانه په کټ ناروغه پرته ده اؤ دهغې پوښتنې له د تګ دپاره محکمې نه د دریوؤ ورځو استثنا غواړي خو محکمه یې نه ورکوي اؤ بلخوا په یو پوځي‌ امر دغسې لورینې کیږي.

باید وویل شي دپاکستان پخوانی پوځي واکمن جنرال پرویز مشرف د پېښور ایالتي محکمې د کال ۲۰۱۳م ټولټاکنو کې دبرخې اخستو دپاره نااهله ګرځولی ؤ.

دپرویز مشرف په ضد دا مهال دپاکستان بیلابیلو محکمو کې د اکبر بګټي د وژنې، دائین ماتولو اؤ هیواد سره د غدارۍ مقدمې روانې دي اؤ هغه د هیواد نه دباندې په دوبۍ کې شپې ورځې سبا کوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG