لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

منظور پشتين: د رزمک جسله مو د بنديانو خوشي کېدو په شرط او خبرو دپاره وروستو کړه


د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين وايي د رزمک جلسه مو د حکومتي جرګې په خواست په دې شرط وروستو کړه چې د پي ټي اېم نيول شوي بنديان به خوشي کولی شي او د خبرو لړۍ ته به دوام ورکړی کيږي.

منظور پشتين تېره شپه د فېس بک پاڼې د لارې نېغ په نېغه خبرو کې د حکومتي جرګې سره د خبرو وروستو د رزمک د جلسې وروستو کولو ترڅنګ د نيول شوؤ کسانو خوشي کولو په اړوند خبرې وکړې.

هغه وويل عارف وزير چې ژوبل دی په واڼا کېمپ کې يې نيولی، نوراسلام داوړ او دهغه ګڼ ملګري يې په میرعلي کې پوځ نيولي او تراوسه ورک دي، په اسلام اباد کې يې ۳۷ پښتانه نيولي او په سوات کې يې څلور کسان نيولي او محسن داوړ يې د علاقې نه بدر کړو.

پشتين وويل چې کله په چا د غدارۍ مقدمه جوړول کيږي اول د صوبايي او بيا د قامي اسمبلۍ نه اجازت اخستل کيږي خو د غېر اييني اقدام لاندې د پي ټي اېم په غړو د غدارۍ مقدمې جوړې شوي، نيول شوي او تشدد پرې شوی دی.

هغه وويل جرګې ورته خواست کړی چې د رزمک جلسه د مذاکراتو او ښه عمل دپاره وروستو کړئ، حالانکې په دې مينځ کې په وزيرستان کې په خلکو تشدد هم شوی دی.

هغه وويل خبرې داسې نه کيږي چې تر څو پورې زمونږ (د پي ټي اېم) خوشي شوي نه وي. خو جرګې دوی ته باور ورکړو چې بنديان به خوشي کړی شي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ او د پاکستان د سرکاري جرګې د مشرانو ترمنځ پرون د نهې، سه شنبې په ورځ پېښور کې ناسته شوې او دواړو غاړو پر دې اتفاق کړی چې د جون په ۲۲مه به رسمي غونډه کوي، چې پکې به د پښتون ژغورنې غورځنګ پر غوښتنو بحث کېږي.

منظور پشتين د ملک ګلمرجان د خبرو په اړوند وويل چې پاکستانۍ ميډيا د هغه دا خبرې ښکاره چې پي ټي اېم به د ملک خلاف او رياست پرضد خبرې نه کوي او نعرې نه به نه وهي.

منظور وويل زه د دغو خبرو غندنه کوم او لعنت پرې وايم.

پشتين زیاته کړه نه يې وړاندې د رياست پرضد خبرې کړې وې او نه يې اوس کړي دي، "مونږ د ايين خبره کړې او رياست غېر اييني لاسونه اچولي دي مونږ د غېر اييني اقداماتو د مخې نيولو خبره کړې ده".

نوموړي د پاکستان په ميډيا سختې نيوکې وکړې او وې ويل د پاکستان میډيا د اولې ورځې نه د پښتنو د حقونو پرضد ده او مخالفت يې کړی دی، دې ميډيا په پښتنو د بمباريو او دهماکو نه خوندونه اخستلي او پښتنو ته يې ترهګر ويلي دي.

منظور وويل دا ميډيا د پښتنو پرضد ده او په خلکو يې غږ وکړو چې په خبرو کې يې مه راځئ.

هغه وويل مونږ ته د غلامۍ احساس راکول کيږي خو پښتون يې اوس ورسره نه مني.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر وويل که رياست واقعي د حالاتو سمولو کوشش کوو نو بيا ټيک ده خبرې به کيږي کنه بيا به مونږ ټولې نړۍ او ملګرو ملتونو ته خواستونه کوو چې تاسو زمونږ دپاره څه وکړئ.

منظور پشتين وويل غورځنګ کومه غلطي نه ده کړې او سم کار يې کړی دی.

هغه وويل د رياستي ادارو پرضد نا، چې څوک ظلم کوي پرضد به يې خبره کوو، مونږ هر وخت مذاکراتو ته تيار يُو او مونږ د خبرو خلک يُو.

نوموړي بيرته هغه خبرې ور تکرار کړې چې دوی د عدالت نه د لرې وژنو د مخې نيولو، بې درکو يا مسنګ پرسنز عدالتونو ته وړاندې کولو، په چيک پوسټونه د خلکو د سپکاوی پرېښودو، او ماينونو پاکولو غوښتنې کوي.

منظور پشتين د اختر اومبارکي ورکړه او وې ويل اختر ته به وزیرستان ته خپل کور ته ځم.

د سرکاري جرګې او پښتون ژغورنې غورځنګ تر منځ ناستې د اپرېل له ۱۸مې نېټې پیل شوې دي، چې تر اوسه یې پینځه غونډې شوې دي. سرکاري جرګې بیا بیا ورته باور ورکړی، خو د سرکاري جرګې او حکومتي چارواکو تر منځ تر اوسه د پښتون ژغورنې غورځنګ د غوښتنو په اړه څه غونډه نه ده شوې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG