ملګرو ملتونو په يو راپور کې ويلي دي چې په امریکا کې څلور کروړه خلک غريب، يو کروړ ۸۵ لاکه ډېر غريب او ۵۰ لاکه د غربت د کرښې لاندې ژوند تېروي.
د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي فلپ السټن په خپل راپور کې امريکا ته د نړۍ تر ټولو پرمختللې غېر مساوي ټولنه وې او زیاته کړې يې ده چې د امريکا پاليسيانې یواځې شته منو ته ګټې رسوي او په هېواد کې د غريبو خلکو ستونزې لا پسې سېوا کيږي.
د نړيوالې ادارې استازي د صدر ډانلډ ټرمپ په حکومت په ځانګړي ډول نيوکې کړي چې د غريبو خلکو ستونزې نورې سېوا کوي.
السټن ويلي چې د دولت لخوا اسانتياوې ترلاسه کوونکي زياتره د څه نا څه دندې سره تړلي دي، او دغو خلکو ته کار نه کوونکي ويل د حقيقت پرضد دي.
استازي په راپور کې ویلي د ټرمپ د حکومت د ادعاؤ پرضد دولتي اسانتياوې ترلاسه کوونکي يواځې اووه فيصده خلک داسې دي چې کار نه کوي.
په امريکايي ټولنه کې د نابرابرۍ په اړوند دغه راپور د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته وړاندې کولی شي د کوم نه چې امریکا روانه اوونۍ د پرېښودو اعلان کړی دی.
راپور کې ويل شوي امريکا په لويديځه نړۍ کې په اول نمبر ده چرته چې د شته من او غريب وېش ښکاره دی. او ويل شوي د امريکا يواځې يو فيصد ابادي د ملک د دولت د ۳۸فيصدو مالکه ده.
په راپور کې اندېښنه څرګنده کړی شوې ده چې د ټرمپ د حکومت لخوا په وروستيو کې د ۱۵کهربه ډالرو د ټېکس کټ کولو ګټه به هم شته منو ته ورسي او د غريبو حالت به لا پسې نور خراب شي.
د ملګرو ملتونو استازي وایس اف امريکا ته ویلي چې هغه په هر هېواد کې د حقايقو جاج اخلي او رپوټ جوړوي ترڅو د دغو هېوادونو حکومتونه حالاتو ښه کولو ته پام وګرځوي.