لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خپلوانو ته دې يې وويل شي بې درکه خلک چرته دي


د پاکستان د سترې محکمې مشر قاضي ميا ثاقب نثار قانون نافذؤنکو ادارو ته لارښوونه کړې چې د بې درکه خلکو دپاره دې يو ځانکړی سيل يا څانګه جوړه کړی شي او خپلوانو ته دې يې د دوی په اړوند احوال ورکړی شي.

د سترې محکمې مشر قاضي پرون د اتوار، يکشنبې په ورځ د سترې محکمې کراچۍ په رجسټرۍ کې د بې درکو خلکو په اړوند اورېدنه کړې ده.

د رپوټونو ترمخه د اورېدنې په مهال د عدالت نه بهر د بې درکو خلکو ګڼ شمېر خپلوانو احتجاج کړی او بيا ځو تنه چې ښځې هم پکې شاملې وې د مشر قاضي په وړاندې عدالت ته حاضر کړی شوي دي.

احتجاج کوونکو تورونه لګولي چې خپلوان يې د ملک استخباراتي ادارو اوچت کړي دي، دوی د عدالت په کمره کې هم شور او ژړاګانې کړي دي.

مشر قاضي د اورېدنې په مهال د سندهـ صوبې د پوليس مشر، د رېنجرز ځواک او استخباراتي ادارو د چارواکو سره په چېمبر کې ليدلي دي.

وروستو مشر قاضي ويلي د هغه يقين دی چې دغه خلک به استخباراتي ادارو نه وي پورته کړي او که اوچت کړي يې وي نو دا هم د دوی زمه واري ده چې مالوم يې کړي.

نوموړي ويلي که بې درکه خلک ژوندی وي يا ورله څه شوي هم وي نو د هغو خپلوانو ته دې پوره احوال ورکړی شي.

د سترې محکمې مشر قاضي ميا ثاقب نثار د سندهـ صوبې د سکهر، لاړکانې او حېدر اباد سيمو د سفر وروستو د بې درکه خلکو په اړوند اورېدنه کړې ده.

پاکستان کې د سندهـ صوبې نه علاوه په خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبو کې هم د زرګونو خلکو د بې درکۍ ادعاوې کيږي.

د پښتنو د حقونو دپاره راپورته شوی د پښتون ژغورنې غورځنګ په خپلو څو مهمو غوښتنو کې يوه غوښتنه د بې درکه خلکو په اړوند کوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غوښتنه کوي چې د وزيرستان ترڅنګ پخوانۍ فاټا او خېبرپښتونخوا په بېلابيلو سیمو کې د کال ۲۰۰۹م راهسې په زرګونو خلک بې درکه کړی شوي دي.

غورځنګ غوښتنه کوي هغوی دې عدالتونو ته وړاندې کړی شي او خپلوانو ته دې يې ځواب وويل شي.

د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرال اصف غفور د روانې مياشتې په سر کې يوې خبري غونډې ته په وېنا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په اړوند خبرو کې د بې درکه کسانو په اړوند ويلي ؤ، د بې درکه خلکو دپاره جوړ کړی کمېشن ويلي چې دغه شمېره د اووه زرو نه درېو زرو ته راټيټه شوې ده.

دغه ډول په بلوچستان صوبه کې د بې درکه بلوڅانو دپاره د بلوچ مسنګ پرسنز په نوم سازمان هم تور لګوي چې په زرګونو بلوڅان د ملک امنيتي ادارو بې درکه کړي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG