لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

منظور پشتين: د پښتون ژغورنې غورځنګ جلسو ته د غورځنګ بېرغونه راوړئ


منظور پشتين
منظور پشتين

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) منظور پشتين په خلکو غږ کړی چې څوک هم د غورځنګ جلسه کوي د پي ټي اېم خپل بېرغونه دې ورته وړلی شي.

نوموړي تېره شپه د فېس بک د لارې نېغ په نېغه خبرو کې د پي ټي اېم په جلسو يا لاريونونو کې د نورو بېرغونو په اړوند څه نه دي ويلي خو دغه خبره يې په داسې حال کې کړې ده چې پرون په جنېوا کې د ملګرو ملتونو د دفتر مخې ته په يوه مظاهره کې د بلوڅ بېلتون غوښتونکو او افغانستان بېرغونه پورته کړی شوي وو.

منظور پشتين په خپلو خبرو کې يواځې دومره وويل چې د پي ټي اېم په جلسو کې دې د بلې پارټۍ يا بل چا بېرغ رانه وړی شي او خواست يې وکړو که څوک د پي ټي اېم ملاتړ کوي بايد د پي ټي اېم بېرغ وکاروي.

پي ټي اېم په خپلو جلسو يا لاريونو کې تور او سپين بېرغونه اوچتوي.

پشتين په خپلو خبرو کې وويل څه کسان د پي ټي اېم په اړوند د خلکو په ذهنونو کې د الېکشن، کورکمېټۍ، جلسو او ډهانچې په اړوند سوالونه، شکوک او شبهات پېدا کوي.

هغه سپيناوی وکړو چې نه خو پي ټي اېم ځان د انتخاباتو دپاره د پارټۍ په توګه رجسټر کړی او نه یې د پي ټي اېم لخوا چاته ټکټ ورکړی دی.

پشتين زياته کړه پي ټي اېم څوک د انتخاباتو څخه نه منع کوي او چې څوک هم د پي ټي اېم غړي په انتخاباتو کې د کانديد په حېث برخه اخلي هغوي د کور کمېټۍ څخه لرې کړی شوي دي.

د دې ترڅنګ د پي ټي اېم لخوا هر چاته بشپړه ازادي ده چې هر چاته ووټ په خپله خوښه ورکړي.

د پي ټي اېم د کور کمېټۍ په اړوند نوموړي ويل په دوه ورځو کې به کور کميټي اعلان کړي او په لسو يا ۱۵ ورځو کې به په ټولو ضلعو کې مشران او کمېټۍ هم جوړې کړي.

هغه وويل که د چا دا خيال وي چې دوی د جلسو نه قلار شو نو پي ټي اېم د جلسو څخه دوی نه ستړی کيږي خو دوی د کور کمېټۍ او ډهانچې په مهمو کارونو کې بوخت دي.

هغه وويل د پي ټي اېم غوښتنې نه دي منل شوي او تحريک ته به دوام ورکوي.

د روانې میاشتې په سر کې د پاکستان د پوځ ویاند مېجر جنرال اصف غفور په يوه خبري غونډه کې ويلي ؤ چې د پي ټي اېم زیاتې غوښتنې منل شوي دي.

پي ټي اېم په خپلو غوښتنو کې د نقيب مسيد په وژنه تورن د کراچۍ د پوليس پخواني افسر راؤ انوار ته سزا، د ورکولو خلکو عدالتونو ته وړاندې کول، په وزيرستان کې د ماينونو پاکول، په پوځي چيک پوسټونو د خلکو بې ځايه ځورول، د نامالومه وخته پورې کرفيو لګول او د کومې بدې پېښې وروستو د خلکو نه تنګول شامل دي

منظور پشتين ویلي پي ټي اېم د ايين لاندې د خپلو حقونو غوښتنه کوي خو ايين د دوی پرضد کارول کیږي.

هغه دا هم وويل د نقیب مسيد د وژنې د قضيې د راتلونکې اورېدنې نه يوه ورځ وړاندې به په ټول ملک کې احتجاجونه کوي او د سترې محکمې د مشر قاضي نه به غوښتنه کوي چې د نقيب مسید د وژنې په تور کې نيول شوي د کراچۍ پوليس پخواني افسر راؤ انوار ته د مرګ سزا واوروي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG