د پاکستان د ملي امنيت سلاکار جنرال (ر) ناصر جنجوعه د خپلې څوکۍ څخه استعفا ورکړې ده.
ناصرجنجوعه خپله استعفا لنډ مهاله وزيراعظم پخواني قاضي ناصرالملک ته لېږلې او هغه منظوره کړې ده.
ښاغلي جنجوعه ويلي هغه خپل کار پې بشپړ کړو ځکه څوکۍ پرېږدي.
خو ځايي ميډيا وايي نوموړي د لنډ مهاله حکومت سره د اختلاف په سر استعفا ورکړې ده.
جنجوعه ويلي موجوده لنډمهاله حکومت ورته ځينې زمه وارۍ ورسپارلې وې او د هغې د بشپړ کولو وروستو نور نه غواړي چې په دغه څوکۍ پاتې شي.
هغه زياته کړې چې د منتخب حکومت پوره کېدو وروستو د هغه مستعفي کېدل ضروري وو.
پخوانی پوځي افسر د مسلم ليګ ن حکومت په کال۲۰۱۵م کې د ملي امنيت سلاکار جوړ کړی ؤ.
وروستو په کال ۲۰۱۶م کې د هغه وخت وزيراعظم نوازشريف جنجوعه د ترهګرۍ پرضد قامي تګلاره باندې د عمل کولو د څار د څانګې مشر هم جوړ کړی ؤ.
نوموړی د ملي امنيت د سلاکارۍ نه وړاندې په پوځ کې د لفټننټ جنرال په څوکۍ پاتې شوی او د ريټايرډ کېدو نه وړاندې د کوټې کور کمانډر ؤ.
ناصر جنجوعه په داسې حال کې د خپلې څوکۍ څخه استعفی ورکړې چې لنډ مهاله وزيراعظم په خپله کابينه کې دوه نور وزيران شامل کړي دي.
د لفټننټ جنرال (ر) خالد نعيم لودهي او میا مصباح الرحمان نه صدر ممنون حسېن نن د شورو، چهارشنبې په ورځ سوګند پورته کړی خو د دوی د وزارتونو اعلان لا نه دی شوی.