لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سیاسي څېړونکی: پاکستان د طالبانو پر شورا فشار اچولی چې د مذاکراتو مېز ته راشي


واشنګټن ـــ په داسې حال کې چې په افغانستان کې د کوچني اختر په مهال د طالبانو درې ورځني اوربند په دې هېواد کې د دایمي امنیت لپاره هیلې پیدا کړې دي، په اسلام اباد کې د افغان او پاکستاني چارواکو دوه ورځنۍ غونډه د امن مذاکراتو په برخه کې یو مهم پرمختګ ګڼل کېږي.

پاکستاني چارواکي وایي د زیارت- پنجشنبې په ورځ د دویم پړاو پیلېدونکې دوه ورځنۍ غونډه کې به د افغانستان او پاکستان د لوړپوړو چارواکو په شمول سیاسي څېړونکي هم ګډون کوي، چې وایي د دواړو هېوادونو تر منځ د باور پر ځای کېدو لپاره به ډېره ګټوره وي.

څېړونکي وایي دا ډول دوه اړخیزې خبرې د دواړو هېوادونو تر منځ د روغې جوړې د عمل لپاره لاره هوارولای شي. دفاعي څېړونکی بریګېډیر سعد محمد وي.او.اې ډیوه ته وویل، د دویم پړاو دا خبرې ځکه ګټورې دي چې دا د حکومتونو له خوا په رسمي توګه کېږي:

"د امریکې او افغانستان چې کومې غوښتنې دي، پر هغو باندې پاکستان اوس پوره کوشش کوي چې په افغانستان کې د مذاکراتو عمل څه نه څه شروع شي او زما د معلوماتو مطابق پاکستان په افغانستان کې د جنګېدونکو طالبانو په شورا باندې فشار اچولی دی چې د مذاکراتو مېز ته راشي".

بریګېډیر سعد وایي په کابل او اسلام اباد کې وروستۍ غونډې ډېرې ګټورې دي، ځکه چې وایي په دې کې د دواړو هېوادونو چارواکي کولای شي په ازاده توګه د امن مذاکراتو په اړه خپلې غوښتنې او اندېښنې سره تبادله کړي او وایي چې همدا خبرې رسمي مذاکراتو ته لاره هوارولای شي.

بل لور ته په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازې ملیحې لودي پر افغانستان او نړیواله ټولنه ږغ کړی، چې د روغې جوړې په برخه کې له اوسني پرمختګه دې ګټه واخلي، ځکه چې وایي دا به په دې جنګ ځپلي هېواد کې د دایمي امن لپاره ګټور ثابت شي.

د افغانستان د امن او روغې جوړې لپاره د امریکې له خوا هم پر پاکستان پرله پسې فشارونه اچول کېږي. ډان ورځپاڼه وایي په دې اړه له پاکستاني چارواکو سره د لیدو لپاره د امریکې مشره استازې ایلس ویلز راتلونکې اوونۍ یو ځل بیا پاکستان ته سفر کوي.

د جنوبي او منځنۍ اېشیا د چارو لپاره د امریکې استازې ایلس ویلز تېره میاشت د امریکایي کانګرس یوې کمېټۍ ته ویلي وو، چې پاکستان په افغانستان کې یو مهم کردار لري او امریکایي چارواکي اوس هم تور لګوي چې پاکستان ترهګرو ته پټ پناه ځایونه ورکړي دي، ځکه نو پرله پسې ورڅخه غوښتنه کوي چې د دغو ترهګرو په ضد عملیات وکړي.

هلته په کابل کې د امریکې سفیر ښاغلي جان بس یوې غونډې ته په وینا کې هیله څرګنده کړې، چې په افغانستان کې دایمي سولې ته لاره هوارېدونکې ده. جان بس ویلي د اختر درې ورځني اوربند دا څرګنده کړه، چې په دې هېواد کې دایمي اوربند هم عملي کېدای شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG