لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایلس ویلز:پاکستان دې پر طالبانو مذاکراتو دپاره فشار زیات کړي


د امریکا متحده ایالاتونو د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې ایلس ویلز په پاکستان ټینګار کړی چې پر طالبانو د سولې خبرو اترو ته د حاضریدو دپاره فشار زیات کړی

پرون کابل کې د افغان ولسمشر اشرف غني سره له لیدنې وروسته خبریالانو ته د امریکا د بهرنیو چارو مرستیالې وزیرې وویل پاکستان دافغان دولت اؤ طالبانو ترمینځ جوړ جاړي کې مهم کردار ادا کولی شي خو تر اوسه ددغه هیواد له لوري په طالبانو د فشار راوړلو په اړوند کوم غوڅ عمل نه دی ترسترګو شوی.

افغانستان ته د میرمن ویلز د سفر نه وروسته ټاکل شوی چې هغه به اسلام اباد کې پاکستاني چارواکو سره هم لیدنې وکړي اؤ افغانستان کې د سولې د ټینګښت په هڅو به ورسره خبرې وکړي

مرستیالې امریکایي وزیرې ویلي چې که چرې پاکستان د افغان دولت اؤ طالبانو په پخلاینه کې رول ونه لوبوي نو موخو ته رسیدل به ګران وي.

هغې ویلي په نزدې ورځو کې لنډ مهاله اوربند ښودلې ده چې ستونزه دسیاسي لارې هواریدلی شي خو دې دپاره د ولس غوښتنې ته غوږ نیول پکار دی.

اشرف غني د روژې د ۲۷م نه تر د وړوکي اختر د پينځمې پورې د يو اړخيز اوربند اعلان کړی او د اوربند وخت يې بيا د نورو لسو ورځو پورې غځولی ؤ.

طالبانو د وړوکي اختر په درېو ورځو کې د اوربند اعلان کړی او له هغې وروستو يې بيرته خپل وسله وال عمليات پېل کړي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG