لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د راؤ انوار پلویانو دنقیب مسید دکورنۍ استازي ته دمرګ ګواښونه کړي


په کراچۍ کې د پولیسو په لاس د وژل شوي پښتون ځوان نقیب مسید دکورنۍ استازي سیف الرحمان نومې تن ته هم د وژل کیدو ګواښونه شوي دي.

د نقیب مسید د وژنې دوسیه کې دهغه د کورنۍ وکیل فیصل صدیقي د سندهـ د پولیسو مشر یا ایی جی امجد جاوید د یو لیک د لارې د هغه ګواښونو نه خبر کړی چې د راؤ انوار په پلوۍ په ټیلي فون د نامعلوم لوري نه سیف الرحمان ته شوي دي.

سیف الرحمان په کراچۍ کې میشت یو پښتون سیاسي فعال دی چې د نقیب مسید و وژل کیدو وروسته د هغه د کورنۍ لخوا محکمه کې خپل استازی ټاکل شوی اؤ د دوسیې هره اوریدنه کې د محکمې دننه د نقیب مسید د کورنۍ په پلوۍ ولاړ وي.

وائس اف امریکا ډیوه سره خبرو کې ښاغلي سیف الرحمان ویلي هغه دنقیب مسید د وژنې د دوسیې اوریدنې دپاره محکمې ته تللی ؤ اؤ چې کله د محکمې نه راوتلو نو دنامعلوم لوري نه ورته زنګ ووهل شو چې د نقیب د دوسیې نه خان په ډډه کړي ګنې د بدو عواقبو سره به مخ شئ.

هغه وایي په ټیلیفون ورته وویل شول چې “راؤ انوار ښه سړی دی اؤ هغه نه لاس واخله ، که لاس نه اخلې نو بیا دنن نه دا زنګ دځان په ضد د جګړې اعلان وګڼه”

سیف الرحمان وایي هغه زنګ وهونکي ته ویلي چې د یو بېګناه وژل شوي ځوان دپاره انصاف غواړي اؤ په دې لړ کې دهیچا د ګواښونو څخه نه ویریږي .

سیف الرحمان وایی هغه ته چې د کومې نمبرې څخه زنګ وهل شوی هغه یې پولیس ته ښودلې اؤ دا اوس د پولیسو اؤ استخباراتي ادارو ذمه واري ده چې د راؤ انوار دا پلویان معلوم کړي اؤ د قانون منګولو ته یې راولي.

د نقیب مسید د وژنې دوسیه کې دهغه د کورنۍ وکیل فیصل صدیقي د سندهـ صوبې د پولیسو مشر امجدجاوید سلیمي اؤ د ملیر ایس ایس پي د یو لیک دلارې سیف الرحمان ته د شوؤ ګواښونو نه خبر کړي اؤ غوښتنه یې ترې کړې ده چې دسیف الرحمان امنیت باید ټینګ کړل شي

پولیسو لا تر دې مهاله نه ده څرګنده کړې چې سیف الرحمان ته د شوؤ ګواښونو پلټنې یې پیل کړي دي که نه؟

دکراچۍ دملیر ضلعې د پولیسو په پخواني مشر راؤ انوار اؤ دهغه د ډلې په نورو پولیسو تور دی چې د روان کال د جنورۍ په ۱۳مه نیټه یې ۲۷ کلن پښتون زلمي نقیب مسید د نورو دریوؤ کسانو ترڅنګ دپولیسو په یوه نقلي مقابله کې وژلی ؤ اؤ بیا یې پرې د ترهګرو تور لګولی ؤ.

په راؤ انوار د نقیب مسید د وژنې ترڅنګ د شاوخوا۴۵۰ نورو کسانو د محکمې تر شا د وژنې تورونه هم لګیدلي دي خو هغه دا تورونه ردوي اؤ وایي یوازې ترهګر یې په پولیس مقابلو کې وژلي دي.

د امهال د کراچۍ د ترهګرۍ دمخنیوي په محکمه کې د راؤ انوار په ضد د دوسیې اوریدنه روانه ده اؤ محکمې په جوډیشل ریمانډ دهغه زندان ته د لیږلو امر کړی خو د سندهـ صوبې حکومت راؤ انوار زندان ته د لیږلو پځایې هم دهغه پخپل کور کې ساتلی اؤ دهغه کور ته یې د وړوکي زندان حیثیت ورکړی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG