لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

نوازشریف:څو جنرالان اؤ ججان په ګډه په قام غلامي تپي


دپاکستان پخواني وزیراعظم میا نوازشریف ویلي څو جنرالان اؤ ججان په ګډه په قام غلامي تپي خو هغه به د دوئ په ضد خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.

دغبن په تور کې دپاکستان داحتساب محکمې لخوا نوازشریف ته د ۱۰ؤ کالو د بند سزا اوریدل کیدلو وروسته ښاغلي شریف په لندن کې یو مطبوعاتي کانفرنس ته ویلي دهغه میرمنه د ناروغۍ له امله بې هوشه پرته ده اؤ چې څنګه هغه په هوش کې راشي نو بیرته به پاکستان ته ستون شي.

نوازشریف وویل “ کومه مبارزه چې ما پیل کړې ده په هغې کې هم داسې پریکړې مخې ته راځي ، څوک پکې بندي کیږي،څوک په دار ځړؤل کیږي ، څوک د ټول عمر دپاره نااهله ګرځول کیږي اؤ څوک له وزیراعظمۍ غورځولی شي”

هغه وویل پاکستان کې د سیاسي اؤ مذهبي ګوندونو په مټ پرلتونه ماتولی شي ،وزیراعظم ته په زوره د استعفا ورکولو ویل کیږي، سیاسي ګوندونو رغولی اؤ ماتولی شي اؤ د ټوپک په زور په خلکو وفادارۍ بدلولی شي.

هرڅو که نوازشریف پخپل دغه مطبوعاتي کانفرنس کې نه ده واضحه کړې چې دغسې څوک کوي ، خو تیر کال پوځ سره د اختلاف وروسته هغه د اقتدار د کرسۍ نه لاسونه وینځلي وؤ ، البته دپاکستان پوځ تل دا تورونه ردوي چې ګنې سیاسي یا حکومتي چارو کې لاسوهنه کوي.

نوازشریف په دغه موقعه دپاکستان د استخباراتي شبکې ایي ایس ایي په نوم اخستو تور لګولی چې” د مسلم لیګ نواز ګوند یو کاندید وهل کیږي اؤ بیا د زراعت دمحکمې نوم مخې ته راوړل کیږي، ، په میډیا بندیزونه لګول کیږي اؤ حتی د یو خبریال مړی د سیند څخه ترلاسه کیږي”.

هغه پوښتنه راولاړه کړه چې “دا هرڅه څوک کوي ؟ ماته چې کومه سزا راکړل شوې د ا دپاکستان د اویا کلن تاریخ دمخې ګرځولو په جرم کې راکړل شوې، خو داسې سزاګانې زما د مبارزې مخه نه شي نیولی اؤ له زندان څخه به هم خپله مبارزه پرمخ یوسم”

هغه وویل تر څو چې یې اولس ددې غلامۍ څخه ویستلی نه وي چې څو جنرالان اؤ ججان یې په ګډه په قام مسلط کوي تر هغې به خپلې سیاسي مبارزې ته دوام ورکړي

XS
SM
MD
LG