لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مردان: د اسما په جنسي تيري او وژنه ککړ مجرم ته د عمر بند سزا اورول شوې


د خېبرپښتونخوا د مردان ضلعې د ترهګرۍ ضد عدالت د کم عمره ماشومې اسما په جنسي تيري او وژنه کې ککړ نيول شوي محمدنبي ته د عمر بند او لس لاکه روپو سزا اورولې ده.

د مردان ضلعې د پوليس مشر(ډي پي او) واحد محمود محمد نبي ته د سزا ورکول کېدو پخلی کړی او ويلي يې دي دغه قضيه په څو مياشتو کې ترسره شوه.

د اسما عمر چې نزدې څلور کاله ؤ مړی يې د روان کال د جنورۍ د میاشتې په ۱۴م نېټه د پټو څخه ترلاسه شوی ؤ.

پوليس افسر وويل د ترهګرۍ ضد عدالت قاضي يونس مجرم ته سزا اورولې ده او محمدنبي د عدالت په وړاندې خپل جرم منلی ؤ.

د اسما د کورنۍ وکيل عنايت وايس اف امریکا ډيوه سره په خبرو کې ويلي دوی د قضيې د اورېدنې نه مطمئن دي ځکه چې هغوی هم دغه ډول کېس چلولی ؤ.

په قضيه کې د عمر بند د سزا په اړوند نوموړي وويل د مجرم عمر ۱۵ کاله دی او د قانون ترمخه د ۱۸ کالو نه په کم عمر کې زياته سزا د عمر قېد کېدی شي او هغه ته د قانون ترمخه پوره سزا ورکړی شوې ده.

د مردان ضلعې پوليسو د اسما د جنسي تيري او وژنې په قضيه کې د ۲۵۰ کسانو د ډي اېن ای نمونې اخستې او پنجاب صوبې ته يې لېږلې وې چې مالومه کړي جنسي تېری چا کړی ؤ او بيا د ډي اېن ای رپوټ د لارې په پېښه کې د ککړ تن د مالومولو ويل شوي وو.

د اسما په وژنه د سترې محکمې مشر قاضي مياثاقب نثار خپل ځاني نوټس اخستی ؤ.

د بشري حقونو او مدني ټولنې فعالان وايي که پوليس په وخت د پېښو سمې پلټنې وکړي او عدالتونو بيا ککړو خلکو ته سزاګانو واوروي نو بيا به څوک د دغه ډول جرمونو سوچ هم نه کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG