لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په هارون بلور د ځانمرګي بريد زمه واري پاکستاني طالبانو ومنله


د عوامي نیشنل ګوند د خېبرپښتونخوا د اطلاعاتو سېکتر او د پي کی ۷۸حلقې کانديد هارون بشير بلور باندې تېره شپه د پېښور په يکه توت سيمه کې د شوي ځانمرګي بريد زمه واري پاکستاني طالبانو ومنله.

د پاکستاني طالبانو ناقانونه ګرځول شوې ډلې ويلي هارون بلور يې ځکه په هدف کړو چې هغه د بشير بلور زوی ؤ.

د هارون بلور په پلار بشير بلور باندې هم په کال ۲۰۱۲م کې پاکستاني طالبانو په پېښور کې ځانمرګی بريد کړی او هغه يې پکې وژلی ؤ.

عوامي نيشنل ګوند د هارون بلور په وژنه د درېو ورځو ماتم اعلان وکړو او د ګوند د خېبرپښتونخوا صوبې سيکرټري جنرال سردار حسېن بابک وي او ای ډیوه سره په خبرو کې وويل درې ورځې به دوی هيڅ ډول سياسي هلې ځلې نه کوي.

د کال ۲۰۱۳م د اپرېل په مياشت کې هم په پېښور کې د عوامي نيشنل ګوند په يو انتخابي لاريون يو ځانمرګی بريد شوی چې پکې ۱۵تنه وژل شوي او د ګوند مشر غړي غلام احمد بلور په ګډون پکې نزدې ۵۰ تنه ژوبل شوي وو.

د پاکستاني طالبانو تحريک د دغه بريد زمه واري منلې او د هغه وخت طالب وياند احسان الله احسان چې دا وخت د پوځ سره په بند کې دی ویلي ؤ چې د دوی هدف هارون بلور ؤ.

په هارون بلور هم تېره شپه د پېښور په يکه توت سيمه کې د انتخابي جلسې په مهال ځانمرګی بريد شوی دی.

په ياد بريد کې د هارون بلور په ګډون ۲۰تنه وژل شوي او ۴۸ نور ژوبل شوي دي.

له دې نه علاوه هم په عوامي نيشنل ګوند د زياتو بريدونو او چاؤدنو زمه وارۍ پاکستاني طالبانو منلي دي.

د پاکستان لنډ مهاله حکومت، سياسي مشرانو، د پوځ مشر ، بهرنيو سفيرانو او د ټولنې د هرې طبقې سره تعلق لرونکو خلکو په هارون بلور د ځانمرګي برید په سختو ټکو کې غندنه کړې ده.

پېښور کې په هارون بلور ځانمرګی بريد په داسې حال کې شوی چې دوه ورځې وړاندې په پاکستان کې د ترهګرۍ د مخنيوې ادارې (نېکټا) ویلي د سياسي ګوندونو شپږو سياستمدارو ته د ترهګرو بريدونو ګواښونه دي، په دغو شپږو سياستمدارو کې پينځه پښتانه دي.

د نېکټا مشر عبید فاروق، د سېنېټ قایمه کمېټۍ ته په وینا کې د دغو شپږو سیاستوالو نومونه ويلي چې پکې "د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان، د عوامي نيشنل پارټۍ مشران اسفندیار ولي خان او امیر حیدر هوتي، د قامي وطن پارټۍ مشر افتاب شېرپاو، د جمعیت علمااسلام (ف) یو مشراکرم خان درانی، او د حافظ سعید زوی، طلحه سعید" شامل دي.

په دغو کسانو کې له طلحه سعید پرته چې هغه د تندلاري حافظ سعید زوی او پنجابی دی، پينځه نور ټول پښتانه سیاستوال دي.

د نېکټا مشر ویلي ؤ د کورنيو چارو مرکزي او صوبايي وزارتونو ته يې په دغه اړوند د ګواښ ۱۲ خبرتياوې ورلېږلي دي.

په هاورن بلور د بريد وروستو د عوامي نيشنل ګوند مشرانو ويلي د سترې محکمې د مشر قاضي په امر د هارون بلور نه ساتونکي بیرته اخستل شوی او زمه وار چيف جسټس دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG