د پاکستان په کوربه توب د شورو، چهارشنبې په ورځ د روس، چين او ايران د استخباراتي مشرانو غونډه شوې چې پکې د ترهګرۍ پرضد همکارۍ او په ځانګړي ډول افغانستان کې د داعش په موجودګۍ بحث شوی دی.
په اسلام اباد کې دولتي سرچينې وي او ای سره په خبرو کې پخلی کړی چې د غونډې ګډون والو په افغانستان کې د داعش د مخې نيولو چې ګاونډي هېوادونو ته ګواښ دی په اړوند تفصيلي خبرې کړي دي.
دغه غېر معمولي غونډه د هغو هېوادونو ترمنځ شوې چې نېغ په نېغه د داعش د ترهګرۍ سره مخ کېدی شي خو سرچينې ويلي د اتحاد وړانديز چې روس، چين او ايران به پکې وي په افغانستان کې د امريکا په مشرۍ د ثبات هڅې اغېزمنولی شي.
د ماسکو د استخباراتو د بهرني سروس وياند په اسلام اباد کې د غونډې پخلی کړی دی.
سرګۍ ايوانو دولتي ميډيا ته ویلي، "غونډه په دې ارزښت همغږې شوې چې د شام او عراق څخه افغانستان ته د داعش د راغلو ترهګرو د مخنيوي دپاره ګامونه پورته کړي د چرته نه چې داعش د ګاونډي هېوادونو دپاره خطره ده".
هغه ويلي د روس د استخباراتو مشر سرګۍ نرېشکين د چين او ايراني سيال سره په اسلام اباد کې په غونډه کې ګډون کړی او دوی ټولو په دې ټينګار کړی چې د سيمه ييزه قوتونو هڅې نورې دې اړتيا لري چې په افغانستان کې جګړه ختمه شي.
دغه غونډه په داسې حال کې شوې چې روس په افغانستان کې په امريکا تور لګولی چې د افغانستان په شمالي برخو کې د داعش په شا لاس لري خو واشنګټن دغه تورونه رد کړي دي.
په ملګرو ملتونو کې د روس استازي ویلي ؤ چې د افغانستان په ۳۴ صوبو کې په نهو کې داعش لس زره وسله وال لري.
خو افغان چارواکو ویلي په افغانستان کې يواځې دوه زره داعشيان دي.
ايران چې د افغانستان سره اوږده پوله لري دغه هېواد هم په افغانستان کې د داعش په موجودګۍ اندېښنې لري. او پاکستان وايي په افغانستان کې ترهرګر په هغو سيمو کې فعاليتونه لري چرته چې د افغان دولت عملداري نشته.
اسلام اباد، ماسکو، بيجنګ او تهران ټول د طالبانو سره اړيکې لري او وايي دوی د اړيکو د لارې طالبان خبرو ته اماده کول غواړي.
خو د طالب وسله والو سره د دغو هېوادونو په سفارتي اړيکو واشنګټن او کابل خفه دي او وايي دوی دغو اړيکو ته د طالبانو د تشدد ډکو عملياتو ته د قانوني جواز جوړولو په توګه ګوري.