لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور: د شاه جي ګل نزدې ملګری په ډزو وژل شوی


FATA Reforms Protest in Islamabad
FATA Reforms Protest in Islamabad

د خېبرپښتونخوا مرکزي ښار پېښور کې د قامي اسمبلۍ پخواني غړي او اوسني کانديد شاه جي ګل افريدي نزدې ملګری نامالومو وسله والو په ډزو وژلی دی.

د شاه جي ګل وياند ايوب وي او ای ډيوه سره په خبرو کې د پېښې په اړه وويل سيدعالم شينواری د څلورو ملګرو سره د پېښور په ناصر باغ علاقه کې په ګاډي کې روان ؤ او په دغه مهال پرې نامالومو موټر سايکل سورو وسله والو ډزې وکړې.

هغه وويل د بريد کوونکو هدف شينواري وو هغه په ډزو کې وژل شوی او په ګاډي کې ناست يو بل تن ورسره ژوبل شوی دی.

ايوب زياته کړه سيد عالم شينواری د شاه جي ګل ښی لاس او کلک ملګری ؤ او هغه د شاه جي ګل دپاره په انتخابي کمپاين کې فعاله رول درولود.

د الېکشن کمېشن ترمخه شاه جي ګل د قامي اسمبلۍ دپاره د قبايلې حلقې اېن ای ۴ جمرود کانديد دی.

د پېښور پوليس ویلي د پېښې پلټنې يې پېل کړي دي.

ايوب وويل د سيد عالم شينواري د چا سره شخصي دښمني نه وه او په خپله علاقه کې د دوی انتخابي کمپاين سم روان دی د امنيت څه خطر ورته نشته خو دغې پېښې دوی اندېښمن کړه.

پېښورکې د وژنې دغه پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې چې د نهې، سه شنبې په ماسخوتن د پېښور په يکه توت علاقه کې د عوامي نيشنل ګوند د خېبرپښتونخوا د اطلاعاتو سېکتر او پي کي ۷۸ حلقې په کانديد هارون بشير بلور باندې د انتخابي جلسې په مهال ځانمرګی بريد شوی ؤ.

په دغه بريد کې د هارون بلور سره د وژل شوؤ شمېره ۲۱ ته رسېدلې ده.

په هارون بلور د ځانمرګي بريد زمه واري پاکستاني طالبانو منلې ده.

په يکه توت کې د ځانمرګي بريد وروستو د خېبرپښتونخوا د لنډ مهاله اعلی وزير جسټس (ر) دوست محمدخان په مشرۍ د امنيت په اړوند غونډه شوې او د انتخابي کمپاين په مهال د امنیت ټينګ ساتلو دپاره د ګامونو اخستو پکې ويل شوي وو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG