لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان:افغانستان کې دسولې دپاره مو امریکا سره خبرې روانې دي


پاکستان ویلي طالبان افغان دولت سره خبرو ته کښینول د ټولو ګډه ذمه واري ده اؤ‌ په دې اړوند دپاکستان اؤ امریکا ترمینځ خبرې روانې دي چې هیله ده زړه پورې پرمختګ به پکې ولیدل شي.

د زیارت په ورځ خبریالانو ته د اوونیز احوال ورکولو په مهال دپاکستان د بهرنیو چارو ددفتر ویاند ډاکټر فیصل ویلي مونږ مدام افغانستان کې دجوړجاړي،سولې اؤ ثبات دپاره دپورته کیدونکو ګامونو ملاتړ کړی دی اؤ راتلونکي کې به یې هم کوؤ

کله چې خبریالانو دبهرنیو چارو ددفتر ویاند نه سعودي کې دعلماؤ‌ دکانفرنس د اعلامیې په هکله پوښتنه وکړه نو هغه دغې پوښتنې باندې له نظر ورکولو ډډه وکړه.

دچارشبنې په ورځ سعودي کې د۳۳ؤ هیوادونو دعلماؤ کانفرنس افغانستان کې روانې جګړې ناروا بللې وې اؤ خپله اعلامیه کې یې په طالبانو غږ کړی ؤ چې ددې بې مفهمومه جګړو څخه لاس واخلي.

واشنګټن اؤ کابل د تیرې څه دپاسه یوې نیمې لسیزې راهسې په اسلام اباد دطالبانو اؤ نورو ترهګرو ډلو د ملاتړ تورونه لګوي خو اسلام اباد وایي چې دغه تورونو کې هیڅ صداقت نه شته اؤ افغانستان کې دسولې پلوی دی.

ډاکټر فیصل وویل پاکستان دافغانستان دننه دسولې اؤ ثبات ټینګښت کې خپل غوره رول لوبولی اؤ بیا به یې هم لوبوي خو دطالبانو اؤ افغان دولت ترمینځ د جوړ جاړي خبرو کې به ټولو خواؤ ته خپل مسولیت ترسره کول وي.

هغه وویل دافغان دولت اؤ طالبانو ترمینځ خبرو کې چې پاکستان څومره مرسته کولی شي ، مخ به ترې نه ګرځوي.

په دې وروستیو کې افغان ولسمشر ښاغلي اشرف غني طالبانو ته څو واره د روغې جوړې وړاندیزونه وکړل خو طالبان دافغان دولت د سولې ټول وړاندیزونه رد کړي اؤ وایي هغوئ دافغان دولت پځایې نیغ په نیغه امریکه سره خبرې کول غواړي.

خو امریکايي چارواکي بیا وایي چې هغوئ دافغان شخړې هواری د بین الافغاني مزاکراتو دلارې غواړي اؤ خبرې اترې هم باید دافغان دولت اؤ طالبانو ترمینځ وشي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG