لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نوازشريف او مريم نواز پاکستان ته روان شوي دي


د پاکستان پخوانی وزیراعظم نوازشريف او مريم نواز د لندن نه پاکستان ته روان شوي چرته چې د هغو د نیولو دپاره د پاکستان د قامي احتساب ادارې (نېب) چارواکو تګلاره جوړه کړې ده.

د نېب عدالت د لندن ايون فيلډ په قضيه کې نوازشريف ته د لسو کالو او مريم نواز ته د اووه کالو بند سزا اورولې ده.

ويل شوي نوازشريف او مريم نواز به نن د جمعې په ورځ ماښام د لاهور په علامه اقبال هوايي اډه باندې کوزيږي.

بل لور ته په لاهور کې د پاکستان مسلم ليګ ن ډلې د نوازشريف د هرکلي دپاره تيارۍ نيولي دي.

د پنجاب پخواني وزيراعلی او د مسلم ليګ ن صدر شهبازشريف ویلي دوی به د لاهور هوايي اډې ته د نوازشریف هرکلي ته ځي، هغه ویلي د ګوند ګڼ شمېر غړي يې نیول شوي هغه دې خوشي کړی شي هغه تور لګولی د ګوند غړي نیول يې د لنډمهاله حکومت په انتخاباتو کې درغلي ده.

د نوازشريف ۸۴ کلنې مور وایس اف امريکا سره په مرکه کې ویلي هغه به د خپل زوی او نمسۍ سره جېل ته ځي.

راپورونه وايي د پنجاب لنډ مهاله حکومت په لاهور کې د مسلم ليګ ن ګڼ شمېر غړي ځکه نيولي چې دوی هوايي اډې ته لاړ نه شي.

په لاهور کې ځای په ځای په سړکونو کنټېنرې اېښودی شوي دي. د ټرکونو ډرائيورانو وايس اف امريکا ته ويلي پوليس د دوي ګاډي ودروي او ورته وايي چې د نوازشریف د راتګ په موقع خلکو ته لارې بندوي ځکه دوی ته د کنټېنرو ضرورت دی.

ځايي میډيا وايي د نوازشريف او مريم نواز د نيولو دپاره د لاهور او اسلام اباد په هوايي اډو د نېب چارواکي په ځای کړی شوي او هغوی ته دوه هيلي کاپټرې هم ورکړی شوي چې څنګه نوازشريف او مريم نواز په هوايي اډه کوز شي ونيسي يې او اسلام اباد ته يې ورسوي.

مريم نواز او مسلم ليګ ن ډلې ويلي دوی به په لاهور کوزيږي خو ويل کيږي د لاهور د حالاتو له کبله دوی اسلام اباد ته هم لېږدول کېدی شي.

ويل کیږي دوی به د نيولو وروستو د اډياله زندان ته لېږلی شي چرته چې د وړاندې نه د مريم نواز مېړه صفدر بندي کړی شوی دی، صفدر ته په دغه قضيه کې د يو کال بند اورول شوی دی.

د نېب عدالت د قضيې په فېصله کې ویلي په نوازشريف د غبن تور نه دی ثابت شوی د هغه د لندن جايداد د امدن د سرچينو څخه د زيات قيمت دی او په لندن کې د ايون فيلډ اپارټمنټس د نوازشريف د زوی په نوم دی عدالت ويلي چې کله دغه ځای اخستل کېدو د هغه د زوی عمر کم ؤ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG