لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان مخالفينو ته خره ويلی، او پلويانو یې بيا په خر سخت تشدد کړی دی


د پاکستان تحريک انصاف ګوند پلويانو په کراچۍ کې وروستو له هغې په خره سخت تشدد کړی چې د ياد ګوند مشر عمران خان ويلي ؤ چې څوک نوازشريف له هرکلي له ځي په هغه او خره کې به فرق نه وي.

عمران خان د پنجاب صوبې په ناروال سيمه کې يوې جلسې ته په وېنا کې دغه خبره کړې وه چې نوازشريف خپلو پلويانو ته ويلي د هغه هرکلي له دې هوايي ډګر ته راشي عمران خان ويلي ؤ که څوک په هغه پسې ځي په خره او هغه تن کې به فرق نه وي.

په سوشل ميډيا (ټويټر) باندې د دغه خره عکسونه خپاره شوي چې پرې دپاسه نواز ليکل شوي او وجود يې په وينو لړلی ښکاري.

​په کراچۍ کې د څارؤ يا ځناورو د ژغورنې دپاره کارکوونکي غېر دولتي تنظيم عايشه چندريګر فاؤنډېشن (ای سي اېف) ته دغه خر په لاس ورغلی او درملنه يې ورله پېل کړې ده.

ای سي اېف ويلي په داسې کې چې راتلونکي انتخابات په سر دي هيڅوک يې د غضب څخه بچ نه دي پاتې تر دې چې څاروي هم.

ادارې ويلي دا ناوړه جرم دی چې خلکو په خر تشدد کړی دی په لتو او سوکونو يې ورله مخ وهلی او د وجود نورې برخې يې ورله ژوبل کړي دي او تر هغې يې پرې تشدد کړی چې څو پورې هغه غورځېدلی نه دی او دا کار د يو سیاسي ګوند پلويانو کړی دی.

ای سي اېف ويلي خر دومره ژوبل کړی شوی چې خوراک هم نه شي کولی خو دوی يې درملنه یې پېل کړې ده.

د پاکستان پيپلزګوند مشر بلاول بټو زرداري دغه عمل ته په غبرګون کې ويلي چې دوی تل د کنځلو د وېناګانو او سپکې وېنا د سياست مخالفت کړی دی او په ځانګړي ډول چې کله د مخالف پرضد د سپکاوي توري کارول کیږي دا بده خبره ده خو که د عامو خلکو بيا سپکاوی کيږي دا ډېره زياته ناوړه ده.

بلاول ویلي دا ډېر زيات سپکاوی دی چې عوام ته ژوندي مړي وويل شي يا ورته خره وويل شي، دا سوچ جوړول ډېر خطرناک دي.

عمر ار قريشي په ټويټر ليکلي،

"عمران خان د پاکستان مسلم ليګ نواز پلويانو ته خره ویلي، له دغې دوه ورځې وروستو د پي ټي ايي پلويانو په خره نواز ليکلي او د مرګ تر حده يې وهلی دی، نوي پاکستان ته په خېر".

نايله عنايت ليکلي،

"د نوي پاکستان ننداره، د عمران خان پلويانو د خره په ملا نواز ليکلي او بيا يې په ګټو وهلی دی، دا کار د عمران خان د پي اېم اېل ن پلويانو ته د خره ويلو دوه ورځې وروستو شوی دی".

دغه ډول په سوشل ميډيا د سپي يو عکس خپور شوی چې د پاسه پرې د سياسي ګوندونو د مشرانو د عکسونو پوسټرې لګول شوي او تشدد پرې شوی دی.

په سوشل میډيا دغه ډول حرکتونه په کلکه غندل شوي دي.

پاکستان تحریک انصاف ګوند په ټويټر ليکلي که څه هم دا د پي ټي ايي پلويان دي چې په خره یې تشدد کړی يا د عمران خان مخالفينو دغه ډول عمل د سپي سره کړی دی، دا زمونږ د ذهنيت څرګندونه کوي، بايد دغه ډول عمل ونه شي.

ای سي اېف په ټويټر ليکلي چې په دغه خر يې د اتل (هيرو) نوم کېښودی او هغه اوس هم لا په سخت ژوبل حالت کې دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG