د پاکستان د ټاکنو کمېشن د تحريک انصاف ګوند (پي ټي ايي) مشر عمران خان نه سپيناوی غوښتی چې هغه په ټاکنيز کمپاين کې په خپله وېنا کې ناوړه او سپکه ژبه کارولې ده.
د ټاکنو کمېشن عمران خان ته نوټس يا خبرتیا ورکړې او نن د زيارت پنجشنبې په ورځ يې غوښتی چې په خپله دې د ټاکنو د کمېشن په وړاندې حاضر شي يا دې خپل وکيل وليږي او په خپله وېنا دې سپيناوی وکړي.
د دولتي ميډيا ترمخه د ټاکنو د کمېشن څلور کسیزه ډله به اورېدنه کوي.
د پي ټي ايي ګوند مشر عمران خان د خپل مخالفه ګوند مسلم ليګ نواز د پخواني وزيراعظم نوازشريف پاکستان ته راتلو په مهال ويلي ؤ که څوک د نوازشريف هرکلي له لاړه "په هغو او خر کې به څه فرق نه وي".
د پاکستان سياسي ګوندونو او په ټولنيزو رسنیو د عمران خان دغې وېنا ته سخت غبرګون ويل شوي او نيوکې پرې شوې وې چې هغه عامو خلکو ته ولې سپکه وېنا کړې ده.
د مسلم ليګ نواز ګوند ویاندې مريم اورنګزېب د عمران خان پرضد د ټاکنو کمېشن ته خواست کړی ؤ چې د هغه نه سپيناوی وکړي.
د پاکستان پيپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري هم ویلي ؤ د يو مشر دپاره داسې وېنا کول ناوړه فکر ته وده ورکول دي.
د پي ټي ايي ګوند د خېبرپښتونخوا صوبې پخواني اعلا وزير پروېز خټک هم په خپله يوه وېنا کې داسې ژبه کارولې چې په هغې هم سختې نیوکې شوې وې.
هغه په خپله وېنا کې د پيپلزګوند بېرغ لګوؤنکي ته د سپکاوي په توګه د "ډمې بچی" ويلي ؤ.
د پاکستان مسلم ليګ نواز ډلې د قامي اسمبلۍ پخواني اسپيکر اياز صادق هم په يوه وېنا کې "مسلم ليګ ن ته ووټ نه ورکوونکو ته بې غېرته" ویلي ؤ.