لاس رسیدونکی لینک

 
ايي اېس پي ار: په سوشل ميډيا د ګواښ کوم خبر نه دی خپور کړی شوی
تازه خبر

ايي اېس پي ار: په سوشل ميډيا د ګواښ کوم خبر نه دی خپور کړی شوی


د پاکستان د پوځ مطبوعاتي ادارې ايي اېس پي ار ويلي ادارې په سوشل ميډیا د ګواښ د خبرتيا کوم خبر نه دی خپور کړی.

انټر سروسز پبلک ريلېشن (ايي اېس پي ار) سپيناوی کړی چې په سوشل ميډيا د ځینې ښارونو په اړوند د ګواښ جعلي خبرونه خپريږي.

ادارې ويلي دغه ډول خبرونه تشه پروپېګنډه ده د خلکو فکرمند کول او په خلکو کې ويرول خورول دي.

ايي اېس پي ار په خلکو غږ هم کړی چې دوی دې په دغه ډول خبرونو نظر ساتي او ځان دې د دغه ډول ټيليفونونو څخه هم خبر ساتي.

د پوځ وياندې ادارې ويلي بايد د دغه ډول خبرونو پخلی د ايي اېس پي ار په خپله رسمي وېب پاڼه وشي چې هلته هم کوم دغه ډول خبر شته که نشته.

پوځي ادارې دغه بيان په داسې حال کې خپور کړی چې په سوشل ميډيا د ايي اېس پي ار په نوم لاهور ته د ترهګرو ننوتلو خبر خپور شوی ؤ او خلکو ته پکې خبرداری ورکړی شوی ؤ.

د پاکستان پوځي ادارې دغه خبر په داسې حال کې خپور کړی چې په ملک کې د راتلونکو عامو انتخاباتو دپاره ټاکنيزې کمپاينې روانې دي.

په وروستيوکې په خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبو کې په انتخابي کمپاين کې ځانمرګي بریدونه او چاؤدنې هم شوي دي چې پکې د دوه کانديدانو هارون بلور او سراج رئيساني په ګډون د ۱۵۰ څخه زيات کسان وژل شوي وو.

په هارون بلور د ځانمرګي بريد زمه واري تحريک طالبان پاکستان او په سراج رئيساني د بريد زمه واري داعش ډلې منلې وه.

پاکستان کې عام انتخابات د روانې میاشتې جولايي په ۲۵م نېټه ټاکل شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG