لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتون لوبغاړي فخرزمان دزیاتو منډو جوړولو نړیوال ریکارډ جوړ کړو


دپاکستان اؤ زمبابوی ترمینځ دکرکټ یو ورځنیو سیالیو کې پښتون لوبغاړي فخرزمان په یوه لوبه کې دغبرګو سلیزو (سنچریانو)په جوړولو دپاکستان دکرکټ تاریخ کې یې یو ناویاته مقام جوړ کړی دی.

خو دفخرزمان ترڅنګ په دې لوبه کې پاکستان یو بل ریکارډ هم جوړ کړی چې لمړنیو توپ وهونکو یې په یوه ورځنۍ سیالۍ کې تر ټولو زیاتې منډې جوړې کړي دي.

دجمعې په ورځ د دواړو هیوادونو ترمینځ د یوې ورځنۍ سیالیو د لړۍ په څلورمه لوبه کې دپاکستان فخرزمان اؤ امام الحق لمړی توپ وهنې ته ووتل اؤ دواړو لوبغاړو نه یوازې سلیزې جوړې کړې بلکې د اوږدې ملګرتیا ریکارډ یې هم جوړ کړو.

په دې لوبه کې فخرزمان غبرګې سلیزې جوړې کړې اؤ دمردان د کاټلنګ سیمې سره تعلق لرونکی دا زلمی لوبغاړی دپاکستان په تاریخ کې د دوؤ سوؤ منډو جوړونکی وړومبی لوبغاړی جوړ شو.

تر دې ۲۱کاله وړاندې دپاکستان یو بل لوبغاړي سعید انور په یوه ورځنۍ سیالۍ کې د۱۹۴ منډو په جوړولو دا نړیوال ریکارډ جوړ کړی ؤ چې دغه ریکارډ په تیرو ۲۱ کالو کې هیچا نه ؤ مات کړی خو نن پښتون لوبغاړي فخرزمان د سعید انور دغه ریکارډ مات کړو اؤ دنړۍ هاغه یوازینی لوبغاړی ثابت شو چې په یوه ورځنۍ سیالۍ کې یې ۲۰۰منډې جوړې کړې.

۲۷کلن فخرزمان د مردان د کاټلنګ سیمې اوسیدونکی دی چې لمړی به یې دخپل کلي په لارو کوڅو کې دکرکټ‌ لوبه کوله اؤ بیا یې دپاکستان قامي کرکټ لوبډلېې ته د ورننوتلو لاره وموندله.

تیرکال په وړومبي ځل فخرزمان په نړیوال جام کې دپاکستان لخوا لوبیدلی ؤ اؤ‌ د ۱۰۲ بالونو پسر یې ۱۱۴ منډې جوړې کړې وې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG