لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان سینیټ کې د راتلونکو ټولټاکنو په روڼوالي اندېښنې ښودل شوي


دپاکستان سینیټ کې د راتلونکو ټولټاکنو په روڼ والي سختې اندېښنې ښودل شوي اؤ ویل شوي چې که چرې ټولټاکنو کې ټګي‌ وشوه نو ددې به خطرناکې نتیجې رابرڅیره شي.

دپارلیمان غړو دټولټاکنو په کمیسون اؤ لنډمهاله حکومت هم نیوکي کړي اؤ دپنجاب لنډ مهاله وزیراعلی حسن عسکري څخه یې د استعفا غوښتنه کړې ده.

دپيپلز ګوند سینیټر ښاغلي رضا رباني دسینیټ غونډې دخپلې وینا په مهال پوښتنه راپورته کړې چې ټولټاکنو کې پوځیان د رائیو ورکولو د مرکزونو دننه ولې ودرؤل کیږي؟

هغه ویلي دټولټاکنو نه وړاندې د مسلم لیګ نواز ګوند دغړو د نیولو لړۍ روانه ده په داسې حال کې به څنګه د ټګۍ نه پاکې ټولټاکنې کیږي؟

هغه وویل د ټولټاکنو کمیسون ته نه ښکاري چې دوه ستر ګوندونه په نخښه کړل کیږي، کاندیدان راغوښتل کیږي چې انتخابي کمپائن پرېږدئ اؤ دنیب دفتر ته حاضر شئ، ځینې ورځپاڼې په ځينو ځانګړو سیمو کې ویشل کیدلو ته نه پرېښودل کیږي.

د رضا رباني په وینا” د پخواني وزیراعظم شاهد خاقان عباسي په انتخابي غونډه کاڼي وورؤل شول خو دټولټاکنو کمیسون پرې داسې غلی شو لکه چې هیڅ یې نه وي لیدلی یا ورته د بل چرته نه څه ویل کیږي”

هغه ځواب وغوښتو چې د اساسي قانون دکومې مادې لاندې دټولټاکنو کمیسون ناچله ګرځول شوؤ تندروه ډلو ته ټولټاکنو کې دبرخې اخستلو اجازه ورکړې ده اؤ ددې ترڅنګ یې دا پوښتنه هم وکړه چې ټولټاکنو کې دپوځ رابللو دپاره کومې اخلاقي‌ضابطې یا قاعدې جوړې کړل شوي دي؟

په سینیټ کې دمخالفې ډلې مشرې شیري رحمان وویل چې حالات ډیر ښه نه ښکاري اؤ داسې بریښي چې تندلاري پارلیمان ته لار پیدا کوي.

هغې وویل” که تاسو وسله وال تنظیمونه پارلیمان ته راوستل نو دلته به بیا کوم بحثونه کیږي؟ چې هغوئ دلته ناست وي نو بیا به دلته چاته د ساه راښکلو اجازه وي ؟”

د مسلم لیګ نواز ګوند سینیټر پرویز رشید تور ولګولو چې لنډمهاله حکومت چا سره د نیازبین اؤ چا سره د میرنۍ مور سلوک کوي.

هغه وویل هم پرون احتساب عدالت دهیلي کاپټر کارولو دوسیه کې عمران خان ته وخت ورکړو چې خیر دی دټولټاکنو نه وروسته دې محکمې ته حاضر شي خو حنیف عباسي سره بیا دغسې رویه نه کیږي.

هغه وویل دپنجاب لنډ مهاله وزیراعلی یوه هندي ورځپاڼه کې لیکلي چې پنجاب کې به د تحریک انصاف چوکۍ سیوا شي ، په دې باید حسن عسکري دخپل منصب نه استعفا ورکړي.

دمسلم لیګ نواز ډلې راجه ظفرالحق تورو ولګولو چې لنډمهاله حکومت اؤ دټولټاکنو کمیسون راتلونکو ټولټاکنو کې فریق جوړ شوي اؤ د یوې خاصې نتیجې ترلاسه کولو هڅې کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG