لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د انتخاباتو په مهال د افغانستان سره د تورخم پرته نورې لارې تړل شوي


د پاکستان دولت په ملک کې د عامو انتخاباتو په مهال د افغانستان سره د چمن او خرلاچي ترڅنګ د انګور اډې او غلام خان لارې تړلي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت وياند محمد فېصل ويلي په ملک کې د عامو انتخاباتو په مهال به نن د نهې، سه شنبې او سبا د شورو، چهارشنبې په ورځ د چمن او خرلاچي پولې تړلې وي.

نوموړي ویلي يواځې د تورخم لاره به خلاصه وي په دغه لار به هر ډول تګ راتګ کيږي.

د تورخم پرته نورې لارې د هر ډول تګ راتګ دپاره تړل شوي دي.

د بلوچستان صوبې د چمن ضلعې څخه د ډيوه خبريال نعمت الله سرحدی خبر راکوي چې د افغانستان سره په پوله پرته درېو ضلعو قلعه عبدالله، پشين او مستونګ کې د انټرنېټ د تهري جي او فورجی سروس هم بند کړی شوی دی.

پاکستان کې چارواکي وايي د انتخاباتو په مهال کلک امنیتي ګامونه پورته کړی شوي او د امنيت دپاره د پوليس او پوځ نزدې اته لاکه سرتيري په ځای کړی شوي دي.

د پاکستان پوځ نزدې لس ورځې وړاندې ویلي ؤ چې افغان صدراشرف غني د پاکستاني پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه ته پاکستان کې د ټاکنو په مهال د افغانستان له لوري د پولي د امنیت زیاتولو ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ ورکړی دی.

اشرف غني د پاکستان د پوځي مشر او لنډ مهاله وزيراعظم ناصرالملک سره د انتخابي کمپاين په مهال د ترهګرۍ په پېښو کې د خلکو په وژنه د غمرازۍ دپاره په ټيليفون خبرې کړې وې.

پاکستان کې روانه مياشت د انتخابي کمپاين په مهال په ځانمرګو بریدو او چاؤدنو کې د درېو کانديدانو په ګډون د ۱۵۰ نه زيات کسان وژل شوي او په سوؤنو نور ژوبل شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG