لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هند د پاکستان د نوي حکومت نه د تندورۍ د ختمولو هيله څرګنده کړې


هند هيله څرګنده کړې چې د پاکستان د عامو انتخاباتو وروستو جوړېدونکی حکومت به په سويلي اسيا کې د تندروۍ پرضد په منظم ډول يا رغنده کار وکړي.

د پاکستان د پخواني کرکټر عمران خان ګوند چې دغه لانجمنه انتخابات ګټلي هغه د انتخاباتو وروستو د هند په ګډون د ګاونډي هېوادونو سره د ښه اړيکو جوړولو خبره کړې وه.

د رويټرز ترمخه د هند د بهرنيو چارو وزارت په يو بيان کې ویلي دي، "مونږ هيله لرو چې د پاکستان نوی حکومت به د پرمختيا، امنيت او ثبات په لړ کې د ترهګرۍ او تشدد نه پاکې سويلي اسيا دپاره رغنده کار وکړي".

هند په پاکستان تور لګوي چې د هند مخالفه تندلارو ډلو ملاتړ کوي او د کشمير د وېشلو دپاره يې تشدد پله راپاروي، خو پاکستان دغه تورونه ردوي.

په انتخاباتو کې د بريا وروستو د زيارت په ورځ عمران خان ويلي پاکستان او هند له پکار ده چې د کشمير شخړه د خبرو د لارې هواره کړي.

پاکستان او هند د خپلې ازادۍ وروستو درې ځله جګړې کړي چې دوه پکې د کشمير په سر شوي دي په کشمير دواړه هېوادونه دعوه لري چې ټول د دوی په واک کې راشي.

په کال ۲۰۰۳ کې د اوربند د تړون وروستو په کشمير کې نښتې کمې شوي خو په پوله د ډزو سلسله دوام لري او په وروستيو کلونو کې يې زور اخيستی دی.

د هند د بهرنيو چارو وزارت نېغ په نېغه د عمران خان د خبرو يادګېرنه نه ده کړې خو هرکلی يې کړی دی چې د پاکستان خلکو د عامو انتخاباتو د لارې د جمهوريت لار خپله کړې ده.

بيان کې ویل شوي، "هند د ګاونډيانو سره خوشحاله پاکستان غواړي".

پاکستان تحریک انصاف ګوند چې انتخابات يې ګټلي د شنبې په ورځ يې وياند ویلي د حکومت جوړولو دپاره د ازادو کانديدانو د ملتيا دپاره رابطې پېل کړي دي ځکه چې دغه ګوند په يواځې سر دومره جوکۍ نه دي ترلاسه کړي چې يواځې پرې حکومت جوړ کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG