لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

نوازشريف د روغتون نه بيرته زندان ته لېږل شوی


د پاکستان پخوانی بندي وزيراعظم نوازشريف د اسلام اباد د پمز روغتون نه بيرته د اډياله زندان ته منتقل کړی شوی دی.

دولتي رسنيو ويلي نوازشريف د درملنې وروستو د نهې، سه شنبې په شپه زندان ته منتقل کړی شوی دی.

نوازشريف په زندان کې د ناروغۍ له امله د اتوار، يکشنبې په ورځ پمز روغتون ته لېږل شوی ؤ.

ويل شوي ؤ د نوازشريف ډاکټرانو د هغه د بند نه روغتون ته د درملنې دپاره د منتقل کولو مشوره ورکړې وه.

د پنجاب صوبې د کورنيو چارو لنډ مهاله وزير شوکت جاوېد وايس اف امريکا سره په خبرو کې ويلي ؤ د نوازشریف په زړه او وينې په فشار کې مسله وه ځکه د ډاکټرانو په مشوره يې روغتون ته ولېږو.

د مسلم ليګ ن ګوند لخوا نيوکې کېدې چې نوازشريف ته په زندان کې پوره اسانتياوې او درملنه یې په سمه توګه نه کیږي. خو لنډ مهاله وزير ويلي د هغه په زندان کې هم پوره درملنه کیږي.

نوازشريف د هغه لور مريم نواز او زوم صفدر ته د ايون فيلډ په قضيه کې د احتساب عدالت د بند سزا اورولې ده.

نوازشريف ته د لسو کالو، مريم ته د اووه کالو او صفدر ته د يو کال بند سزا اورول شوې او نوازشریف او مريم نواز د روانې میاشتې په ۱۳م نېټه د لندن نه په بيرته ستنېدو نيول شوي او بندي کړی شوي دي.

XS
SM
MD
LG