لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

له جسټس صديقي نه د ایي ایس ایي په ضد د وېنا سپيناوی غوښتل شوی


جسټس شوکت عزيز صدیقي
جسټس شوکت عزيز صدیقي

د پاکستان سپريم جوډيشل کونسل (اېس جی سي) د پوځ په خواست د اسلام اباد هائيکورټ د قاضي (جسټس) شوکت عزيز صدیقي نه په هغه بيان سپيناوی غوښتی چې پکې نوموړي په پوځ او استخباراتي اداره (ايي اېس ايي) باندې په عدالتي فېصلو کې د لاس وهنې تور لګولی ؤ.

جسټس شوکت عزیز صدیقي د جولايۍ په ۲۱م نېټه د پنجاب پنډۍ ښار د وکیلانو د تنظیم غونډې (بار کونسل) ته په وېنا کې ویلي ؤ، "د استخباراتي ادارو چارواکي د اسلام اباد هايي کورټ مشر قاضي ته ورغلي چې یقیني کړي پخوانی وزیراعظم نواز شریف د انتخاباتو لپاره د جېل د دروازو شا ته وي".

جسټس صدیقي تور لګولی ایي اېس ایي په عدالتونو کې د هېواد مهمو سیاسي مقدمو فېصلو په خپله خوښه بدلولو کې په پوره توګه فعاله ده او زیاته کړې يې ده د استخباراتي ادارو چارواکي د سیاسي فیصلو لپاره په خپله خوښه عدالتي (ډلې) بنچونه جوړوي.

نوموړي ویلي د عدلیې نه ازادې اخستی شوې او د چا په لاسونو کې چې ټوپک دی هغه يې قابو کوي. د نوموړي اشاره د پاکستان پوځ ته وه.

نوموړي په خپله وېنا کې د پاکستان پخواني وزیراعظم نواز شریف پرضد د احتساب عدالت د قضیو په اړه ویلي " ما ته معلومه ده چې د دغه قضيې د ورځې کاروايي چرته رسیږي، او د دې نه هم خبر یم چې ستر عدالت ته څوک د چا پیغام رسوي".

د پوځ وياند مېجر جنرال اصف غفور په ټويټر يو بيان کې د جسټس صديقي د بيان په غبرګون کې سترې محکمې ته خواست کړی ؤ چې په استخباراتي او امنيتي ادارو د لګول شوؤ تورونو پلټنې دې وکړي.

وروستو د سترې محکمې مشر قاضي ميا ثاقب نثار د جسټس صدیقي د وېنا نوټس اخستی ؤ.

خو له دغې وروستو ښاغلي صديقي مشر قاضي ته يو خط ليکلی چې پکې نوموړي ويلي ؤ هغه رښتيا ويلي او د هغه د بيان دپاره دې کمېشن جوړ کړی شي.

نن د شورو، چهارشنبې په ورځ سپريم جوډيشل کونسل د جسټس صدیقي نه سپيناوی غوښتی چې هغه دې د خپلو تورونو په اړوند د روانې مياشتې په ۲۸م نېټه ځواب جمع کړي.

د اسلام اباد هائيکورټ جسټس صدیقي د تېرې يوې مودې نه په عدالتي قضیو کې د پاکستان په پوځ او استخباراتي ادارو باندې سختې نیوکې کوي او په وروستيو کې يې د يوې عدالتي قضیې په وخت د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه ته خواست کړی وو چې خپل خلک (پوځ) دې په نورو ادارو کې د لاس وهنې نه ودروي.

د نوموړي پرضد د وړاندې نه په سپریم جوډیشل کونسل کې یوه مقدمه هم روانه ده. په هغه باندې تور دی چې د اسلام اباد د پرمختیا ادارې یا سي ډي ای په چارواکو يې د خپل سرکاري کور ښاېسته کولو لپاره فشار اچولی وو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG