لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

منظور پشتین: زه نه بلکه د پاکستان پوځ له ترهګرو سره اړیکې لري


Manzoor Pashteen
Manzoor Pashteen

په پاکستان کې د پښتون ژغورنې د غورځنګ (پي ټي ام) مشر منظور احمد پشتین په ټولنیزو رسنیو باندې هغه خپرې شوې اوازې په سختو ټکو رد کړې چې ګواکې هغه له ترهګرو سره اړیکې لري.

ښاغلي پشتین له وي او اې ډیوې سره په خبرو کې وویل، چې دی نه بلکه د پاکستان پوځ له ترهګرو سره اړیکې لري او که څوک یې ثبوت غواړي نو له ده سره دې اړیکه ونیسي.

"کومې ترهګرې ډلې چې دي، دا خو دوی له ځانه سره ساتي. دا خو تر اوسه پورې په پوځي چوڼیو (کینټونو) کې له دوی سره پراته دي. که څوک هم دا شک لري چې پوځ ترهګر نه ساتي نو ماته دې راشي کرایه یې پرما، زه به ورته وښایم چې په دغه کېنټ کې دغه دغه کسان تګ راتګ کوي. یوه یا دوه ورځې چې د کینټونو له دروازو سره ودرېږئ نو پوه به شئ چې څوک څوک له دوی سره تګ راتګ کوي. "

منظور احمد پشتین وویل، دا د هغه پرضد هغه زهرجن تبلیغات دي چې هڅه کېږي د دوي د غورځنګ مخه پرې ډب کړي.

د پښتون ژغورنې د غورځنګ یو بل تکړه فعال غړي خان زمان کاکړ وي او اې ډیوې سره په خبرو کې وویل، چې د پاکستان اسټبلېشمنټ له پښتنو سره تل دوښمني کړې ده او اوس یې هم کوي خو پښتانه اوس بېداره شوي دي.

"پاکستان باید اوس ددې غلطې پالیسۍ او له دې پشتون دوښمنۍ څخه پر شا شي او د پښتون ژغورنې غورځنګ غوښتنې ومنل شي او که داسې و نه شي نو ډېرې ناوړه پایلې به له ځانه سره ولري. "

د پښتون ژغورنې د غورځنګ مشر منظور احمد پشتین د خپلو خبرو په دوام وویل، چې غورځنګ یې د خلکو پر مټ جوړ شوی او تل به پر مخ روان وي او د په شا تګ هېڅ امکان نشته.

پشتین وویل، اوس یې په لکونو پښتانه تر شا ولاړ دي او د دوی د حقونو څخه په شاتګ له یوه لویه بې ننګي وي.

دوی دا هم وویل، چې ددوی یوه غوښتنه هم تر اوسه نه ده منل شوې او له همدې امله دوی یو ځل بیا د اګست په ۱۲ نېټه د صوابۍ په بابړه سیمه کې لویه غونډه کوي.

ددې پوښتنې په ځواب کې چې ولې یې د خپلې راتلونکې غونډې ځای صوابۍ ټاکلی وویل، چې په سوابۍ کې په ۱۹۴۸ کال کې د پښتنو پرضد په بې رحمۍ سره د پاکستان پوځ لخوا ډزې وشوې چې تر ۶۰۰ زیات پښتانه په کې ووژل شول او تر ۱۸۰۰ زیات نور ټپیان شول.

منظور پشتین وویل، د سوابۍ ددغو قربانیانو په یاد د ټاکل شوې غونډې له ترسره کېدو وروسته به د غورځنګ فعالیتونه نور هم زیاتېږي او تر هغو به دوام ولري چې د پښتنو په ژوند کې یو مثبت بدلون راشي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG