لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امريکې د بهرنيو چارو وزير د ستمبر په لومړۍ اوونۍ کې د پاکستان سفر کوي


د امریکې د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو د ستمبر په لومړۍ اوونۍ کې د پاکستان سفر کوي او د پاکستان د نوي منتخب شوي وزيراعظم عمران خان سره به په دوه اړخيزه اړيکو خبرې کوي.

ډان ورځپاڼې ویلي امريکايي سفارتي او دولتي سرچينو پخلی کړی چې پومپيو به په پينځم ستبمر د اسلام اباد سفر وکړي.

عمران خان د خالي، شنبې په ورځ د پاکستان د نوي وزيراعظم سوګند پورته کړی دی.

د پاکستان د بهرنيو چارو نوی وزير شاه محمود قرېشي د امريکې د بهرنيو چارو وزير پومپيو د اسلام اباد د سفر په اړوند وايي،

"ما په ماضي کې د امريکا سره کار کړی دی، او ماته اندازه ده چې د هغو (امريکې) ترجيحات او اندېښنې څه دي او زه به دغو ته په کتود هغه سره نېغه خبره کوم. زه به ورته وايم چې زما قام دا تمې لري او دوه اړخيزه اړيکې په احترام ولاړې وي".

قرېشي وويل زه به هغه اوروم او خپل دريځ به ورته وړاندې کوم.

د عمران خان په وزيراعظم جوړېدو د امریکې د بهرنيو چارو وزارت ويلي ؤ، "مونږ عمران خان ته د پاکستان په نوي وزيراعظم جوړېدو هرکلی وايو چې دغه چوکۍ يې سمبال کړه".

د امريکې د بهرنیو چارو د وزارت وياندې هېدر نوئرټ په جاري کړي بيان کې ويلي، "د امریکا او پاکستان د ۷۰ کالو راهسې خپلمنځي اړيکې مهمې دي".

هغې ويلي، "امريکا مخ په وړاندې ګوري چې د پاکستان د نوي ملکي حکومت سره په پاکستان او سيمه کې د سولې او سوکالۍ دپاره کار وکړي".

عمران خان په انتخاباتو کې د بريا وروستو په خپله لومړۍ وېنا کې هم ويلي ؤ، دا مهال امریکا چې په افغانستان کې شتون لري نو د حکومت به یې هڅه دا وي چې امریکا سره هم دوستانه اړیکې ولري او دغه اړیکې دې د افغانستان ،امریکې او پاکستان دری واړو په ګټه وي.

پومپيو په داسې حال کې د پاکستان سفر کوي چې اسلام اباد د واشنګټن لخوا د افغانستان په اړوند د فشار سره مخ دی چې پاکستان په افغانستان کې د سولې په لړ کې خپل رول ولوبوي.

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د روان کال په لومړۍ نېټه په يو ټويټ کې ويلي پاکستان د امریکا نه ۳۳ اربه ډالره اخستي او په بدل کې يې ورته دروغ ويلي او ټګې يې ورسره کړې ده.

له دغې وروستو امریکې د پاکستان امداد هم بند کړی ؤ.

خو پاکستان امریکايي تورونه ردوي او تل دغه دريځ تکراروي چې په خپله خاوره يې د ټولو ترهګرو پرضد بې توپيره عمليات کړي دي.

په عېن حال کې چې پومپيو د اسلام اباد سفر کوي افغان ولسمشر اشرف غني پرون د اتوار، يکشنبې په ورځ په افغانستان کې د درېو مياشتو دپاره د مشروط اوربند اعلان هم کړی دی.

امريکې او پاکستان د اشرف غني د دغه ګام ستاينه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG