لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دعمران خان دټبر دپخواني مېړه اؤ پولیس افسر شخړه کې محکمې دپلټنو امر کړی


khawar manika
khawar manika

دپاکستان سترې محکمې د وزیراعظم عمران خان د ټبر دړومبي خاوند او د پنجاب ایالت د پولیس دیو لوړپوري چارواکي ترمېنځ د شخړې له خپله انده اورېدنه کښې په اعلی کچه د پلټنو امری کړی
سترې محکمې په دې معامعله کښې د ککړتیا او د پولیس افسر د زوررولو پسر دپوځي استخباراتي ادارې ایي اېس ایي لوړ پوړي پوځي افسر ته خبردارې هم ورکړی.
د پنجاب ایالت پاکپتن سیمه کښې د ځایي پولېس مشر یا ډی پې او او د وزیراعظم عمران خان د ټبر بشره بي بي دړومبې خاوند خاور مانېکا د شخړې د د دوسیې له خپله انده اورېدنه د سترې محکمې درې کسیزې څانګې کړې ده.
په دې موقعه خاور مانیکا د عدالت په وړاندې دریځ خپل کړی چې دهغه لور سره د پولیس لخوا بده رویه شوې ده او دخاور مانیکا په وینا چې دی کله د شخړې ځائ ته ورسېدو نو پولیس چارواکي نشه کښې وؤ.
سترې محکمې ددغه تور دپلټنو ترڅنګ د خاور مانیکا او ډي پي او د شخړې په لوړه کچه د پلټنو کولو امر هم کړی.
ډي پي او رضوان ګوندل دریځ لري چې هغه د عمران خان د ټبر کورنۍ سره د پولیس لخوا دشوي ناوړه چلند دتورونو پلټنو ته غاړه ایښې وه
خو په لوړه حکومتي کچه هغه باندې فشار اچول کیدو چې د عمران خان د ټبر ړومبي خاوند نه دې بخښنه وغواړي او ددې خبرې نه منلو وورسته دی د خپلې څوکۍ نه لرې کړل شوی.
سترې محکمې په دې معامله کښې د تحریک انصاف ګوند د پنجاب ایالت اعلی وزیر او د پولیس د مشر په کردار سختې نیوکې کړي.
سترې محکمې په دغه قضیه کښې د ککړتیا په سر د پوځي استخباراتي ادارې ایي ایس ایي ېو لوړپوری چارواکی کرنل طارق هم راغوښتی ؤ.
په دغه پوځي چارواکي تور دی چې دپولیسو مشر رضوان ګوندل ته یې ګوښوانه کړي وؤ چې باید دخاور مانیکا دېرې ته د بخښنې غوښتلو دپاره ورشي.
د دوسیې اوریدنې په مهال سترې محکمې کرنل طارق ته په راتلونکې کښې دداسې نه کولو او د محتاط اوسیدو خبرداری ورکړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې مرکز او پنجاب کښې واک ته رسیدلی ګوند پاکستان تحریک انصاف دریځ لري چې دوئ د تېرو پینځوؤ کالو راهسې په خیبر پښتونخوا صوبه کښې مثالې حکومت کړی او دا چې دغلته یې پولیس د هر قسمه سیاسي لاسوهنې نه ازاد کړي دي.
خو څیړونکي وایي چې پاکپتن کې د وزیراعظم دمیرمنې پخواني میړه سره د شخړې په سر دیو لوړ پوري پولیس چارواکې په ضد کاروایۍ د ګوند په دغه دعوؤ پوښتنې راولاړې کړي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG