لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سي پیک کې دپښتونخوا د ډيره اسماعیل خان په موټروی کار ودریدلی


په پاکستان کې دسړکونو جوړونې دملي ادارې (این ایچ ای) چارواکو سینیټ ته ویلي چې دچین لخوا د پنګو نه ورکړل کیدو له امله د سي پیک پروژې په اساس په جوړیدونکي ډیره اسماعیل خان په موټروی کار ودریدلی دی.

دسنیټیر اغا شاه زیب په مشرۍ دسینیټ د قائمه کمټې غونډې ته د این ایچ ای چارواکو ویلي دغربي روټ یا لارې په اساس د پي ایس ډي پي پروژو دپاره بیلې کړل شوې ۲۵ اربه روپۍ تر دې مهاله نه دي ورکړل شوي.

چارواکو ویلي “دچین حکومت هم پاکستان کې دحکومت دبدلون په موده کې د څه رقم پروژو منظوؤلو نه ډؤه کړې چې له امله یې د غربي لارې په جوړونه کې خنډان راولاړ شوي”

دسینیټ کمیټې ته ویل شوي د دپنګو د نشتوالي له امله د هکله اؤ ډیره اسماعیل خان موټروی په پروژه کار ودریدلی اؤ‌په غربي لاره هم د ډيره اسماعیل خان نه تر ژوب د سړک جوړونې پروژه هم دچین چارواکو نه ده منظور کړې.

دسینیټ دپلاننګ اؤ پرمختیا د کمیټې غړي عثمان کاکړ ویلي چې په غربي لاره د تیرو دوه نیمو کالو راهسې هیڅ ترقیاتي کارونه نه دي شوي.

هغه وویل روان مالي کال کې په پي ایس ډي پي کې د غربي لارې دپاره شپږ اربه روپۍ بیلې کړل شوي دي.

د سي پیک د پروژو دائریکټر حسن داود بټ کیمټې ته ویلي چې پاکستان د اساسي ځاندرې د پروژو دپاره شپږ اربه ډالر پورونه اخستي اؤ‌په ۹۰ فیصده پروژو کار روان دی.

هغه وویل دا مهال چین د انرژۍ د ۱۵ؤ پږوژو په ګډون په ۲۲ پرمختیايي پروژو ۳۶ اربه ډالر مصرفوي.

د پاکستان وړې صوبې ګیله لري سي پیک منصوبه کې زیاتې ګټې د پاکستان لوې صوبې پنجاب ته وړل شوي او وړې صوبې په دغه لویه پروژه کې یوې ډډې ته کړی شوي.

د روان کال دفرورۍ په میاشت کې د ملګرو ملتونو د پرمختیا ادارې(یو- اېن- ډي –پي) او د پاکستان د منصوبه بندۍ قامي کمېشن په خپل یو رپوټ کې ویلي وؤ د چین پاکستان اقتصادي راهدارۍ په روانو منصوبو کې ټولې ګټې چین ته رسي او پاکستان د دغې هیڅ قسمه ګټه نه شي ترلاسه کولی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG