لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د جلال الدين حقاني د مړينې اعلان څه پېغام لري؟


پاکستان کې څيړونکي وايي د طالبانو لخوا په رسمي ډول د جلال الدين حقاني د مړينې اعلان څو معنی لري، يوه دا چې حقاني شبکه نوره نه ده پاتې،دوېم د امريکا د بهرنيو چارو وزير د پاکستان سفر کوي او بله دا چې د طالبانو سره سياسي خبرې مخ په وړاندې بوتلی شي.

خبريال او څیړونکی طاهر خان د دې خبرې سره اختلاف کوي چې جلال الدين حقاني اوس مړ دی، هغه وايي د هغه د مالوماتو ترمخه "جلال الدين حقاني په کال ۲۰۱۴م کې مړ شوی ؤ او په ۲۰۱۵م کې بيا په ميډيا کې دا خبرونه چاپ شوي ؤ او طالب سرچينو يې په خپله هم تائيد کړی ؤ".

خو دا چې اوس د هغه د مړينې اعلان څه پېغام لري؟ د طاهر خان په خبره "ښايي طالبان اوس پېغام ورکول غواړي چې د جنګ په ځای سياسي اړخ ته چې دا ماملات روان شوي تېره مياشت په جولايۍ کې چې کله په قطر کې غونډه وشوه او داسې ويل کيږي چې په ستمبر کې بيا خبرې وشي"، دا عمل مخ په وړاندې لاړ شي.

هغه وايي "سبا د (شورو) په ورځ د امريکا خارجه وزير هم پاکستان ته راځي نو ښايي د هغې سره هم دا خبره لنک (تړل) کيږي".

ټاکل شوې سبا د شورو، چهارشنبې په ورځ د امريکا د بهرنيو چارو وزیر مايک پومپيو د پاکستان سفر کوي.

د جلال الدين د مړينې د اعلان په اړوند څيړونکی پروفېسر اعجازخټک وايي، "دا اعلانونه سوالونه راپورته کوي لکه ملاعمر وړاندې مړينه، او طالبانو يې بيا وروستو اعلان وکړو، او په داسې حال کې چې پومپيو پاکستان ته راځي او د دې سيمې سفر او په علاقه کې د امريکايي پاليسې په اړوند خبرې کوي".

نوموړی وايي د هغه په خيال د دې اعلان يو هدف دا هم کېدی شي چې دوی ويل غواړي چې حقاني شبکه نوره نشته او په هغې دې خبرې کول پرېښودی شي.

هغه وويل "ماضي ته په کتو دا اعلانونه تش د مرګ اعلانونه نه وي د دې په شا يو مقصد وي او څه سياسي ګټي هم لري، او يا دا د پاليسو د بدلون پله اشاره کوي خو دا خبره به وخت اخلي چې څه معنی لري".

نوموړی خټک وايي "د دې اعلان دوه مطلبه کېدی شي يو دا چې دوی وايي چې هر څه بدلوؤ او امن پله ځو، او يا بيا داسې ده چې نور وخت غواړي چې لږ نور وخت ورته ورکړی شي ځکه چې نوي خلک راغلي دي".

دا چې د جلال الدين حقاني د مړینې سره به په حقاني شبکه او افغان طالبانو څه اغېزې وشي، دې پوښتنې ته په ځواب کې ښاغلي طاهر خان وويل،

"د حقاني شبکه يو نوم خور شوی دی خو دا د طالبانو نه ځانله ډله نه شماريږي او سراج الدين حقاني د طالبانو اوس مرستیال دی او په اوسني جنګ کې د هغه رول هم زيات دی، او د حقاني شبکې قوت د طالبانو نه وړاندې هم ؤ، په پکتيا، خوست او پکتيا باندې او جلال الدين وزير هم ؤ د طالبانو په کابينه کې او امریکې دا ډله ترهګره هم ګرځولې ده نو رول خو يې ضرور شته".

د ښاغلي طاهر خان د د عوې پرته طالبانو ډېر وروستو ولې د جلال الدين حقاني د مړينې اعلان وکړو، نوموړی وايي ښايي دا د طالبانو پاليسي ده، لکه د ملا عمر مړينه يې هم وروستو اعلان کړې وه او هغه مخکې مړ ؤ ښايي طالبان د خپلو وسله والو د حوصلې نه ماتېدو دپاره د مشرانو د مړينې خبرونه وروستو خپروي.

د افغانستان د استخباراتي ادارې (اېن ډي اېس) پخواني مشر رحمت الله نبيل په ټويټر ليکلي،

"د جلال الدين مړينه به د حقاني شبکې په فعاليتونو هيڅ اغېزه ونه لري"، هغه تور لګولی "چې د پاکستان استخباراتي ادارې د وړاندې نه د هغه ځای ناستي روزلي دي او هغه د جلال الدين د زامنو نومونه يې ليکلي دي".

نبيل دا هم ويلي چې جلال الدين وړاندې مړ شوی خو د هغه مړينه اوس ښکاره کول نوموړی د امریکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو د پاکستان د سفر سره تړي او ادعا يې کړې چې دا د پاکستان زوړ عادت دی.

امريکا او افغانستان د اوږدې مودې راهسې په پاکستان تور لګوي چې حقاني شبکې او افغان طالبانو ته يې په خپله خاوره پناه ورکړې خو پاکستان دغه تورونه ردوي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG