لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کندهار ولایت کې ټرېفکي پېښې د ۱۶ کسانو ژوند واخیست


د کندهار والي ویاند عزیزاحمد عزیزي له امریکا غږ ډيوې سره په خبرو کې ویلي، ټرېفکي پیښه نن سهار د۶ بجو په شاوخوا کې ژیړۍ ولسوالۍ اړوند حوض مدد سیمه کې یو ۴۰۴ بس موټر له یوه مازده موټر سره جنګیدلی چې له امله یې ۱۶ تنه مسافرو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۲۵ ټپیان شوي دي.

عزیزي ویلي په وژل شویو کسانو کې درې ښځې او درې ماشومان او همدراز په ټپي شویو کسانو کې هم ۴ ښځې او درې ماشومان شامل دي.

د کندهار والي ویاند زیاته کړه " ۴۰۴ بس موټر له کندهار څخه د هلمند ولایت په طرف روان د ژیړۍ ولسوالۍ په حوض مدد سیمه کې یوټیلرموټر چې دتخینکی ستونزو له امله دسړک پرغاړه ولاړ،کله چې بس موټر غوښتل له دې ولاړ موټرنه ځان مخې ته کړې مقال طرف مازده موټر پرې راغلی او له هغه مازده موټر سره یې ټکر وکړ".

دکندهار چارواکو ویلي، دټ رافیکی پیښې ټپیان او هغو کسانو چې په دې پیښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی ،د میرویس حوزوي روغتون لیږدول شوي دي.

دکابل کندهار او همدارزا د کندهار او هلمند ترمنځ غځیدلی سړک په دې وروستیو کلونو کې زیات خراب شوی او په دې لارې تلوونکو مسافرو ویلي دسړک بیا رغونې ته د حکومت دنه پاملرنې او همداراز دموټرچلوونکو دبې پروايي له امله په ګڼو ترفیکي پیښو کې عام ولسي خلک خپل ژوند له لاسه ورکوي.

خو دکندهار چارواکو ویلي د سپرلیو بس موټرو دزیات ګړندي تګ دمخنیوی لپاره یوه داسې اله په موټر کې ورته نصب کړی چې دهغې سرعت له ۱۰۰ څخه نه پورته کیږي او دنصبولو دغه لړی دکندهار دترفیکو دمدیریت لخوا روانه ده ترڅو په سره دکابل ـ کندهار او هلمند ترمنځ په غځیدلي سړک دموټرچلوونکو دزیات ګړندي تګ مخه ونیول شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG